The news is by your side.

طالبان څه ډول اسلامي نظام غواړي؟ ځواب يې ورکړ

طالبان څه ډول اسلامي نظام غواړي؟ ځواب يې ورکړ

خبريال وېبپاڼه/ اسلام هغه څه دي چې طالبان یې د خپل موجودیت د خپل مشروعیت لپاره کاروي، ان ځینې وختونه د اسلام څخه د خپلو موخو او ګټو لپاره د خپلې خوښې تفسير هم کوي.

په افغانستان کې د‌ جګړې په هکله طالبانو پخوا دا خبره کوله چې دلته بهرني عسکر موجود دي او له همدې کبله دوی مجبور دي جګړه يا ددوی په خبره جهاد وکړي، طالبانو پخوا په دې خبره ترټولو زيات تاکيد کوه چې د جګړې يوازنی سبب بهرني ځواکونه دي.

اوس چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو سره دوی توافقنامه وکړه چې د هغه په بنسټ به دا ځواکونه په تدريجي ډول له افغانستان څخه وزي او دوی به په امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو هېڅ حمله نکوي، نو یې د اسلامي حکومت خبره ګرمه کړه.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند وايي چې کله د افغانستان د حکومت د مذاکراتي ټيم غړو له طالبانو څخه پوښتنه وکړه چې څه ډول اسلامي نظام پلی کول غواړي نو د طالبانو ځواب دا و چې داسې يو نظام به وي چې تراوسه هېڅ پلی شوی نه دی.

د قدرت چيغه د اسلامي نظام تر شا
حقیقت دادی چې د ډېری هغه ډلو غوندې چې ځانونه ددين واقعي خدمتګاران ګڼي درد صرف چوکۍ او قدرت ده، دا کيسه ان د امويانو څخه راپيل شوې ده او تر ننه پورې دوام کوي.

پخپله د فقې د اصولو له مخکې کله چې په یوه هېواد کې بهرنی اشغال شتون ونلري نو که نوره ګډوډي وي هم هېڅ ډله حق نلري چې د موجود ناقص نظام په وړاندې هم وسله پورته کړي.

خو طالبان ددين د اسلام هغه تفسير خوښوي چې د په پنجاب کې ليکل شوی او پېښور کې ژباړل شوی او کندهار ته راغلی وي.

د اسلام دين ان د حضرت محمد ص په وخت کې هم په بشپړ ډول نه عملي کېده، هغه وخت کې جرمونه کېدل ګناهونه کېدل خو هېڅ دومره نه سپکېدل دومره لوی جنجال نه رامنځته کېده لکه طالبان یې چې رامنځته کوي.

د مثال په ډول اسلام ځکه يوې ښځې ته دا امر کوي چې د خپل شرعي محرم سره بيرون ته ولاړه شي چې د بدو سترګو او بد نیتو کسانو له نظر څخه ساتل شوې وي او خپل عزت او عفت يې په ځای وي.

خو که د طالبانو دورې ته وګورو نو د ښځينه و په یوه معوملي خطا، چې ان ويلی شو خطا به هم نه وه، بس د طالبانو په فکر به خطا وه، يوه ښځه په عام محضر کې په پښو وهل کېده، هغه اسلام او فقه چې د ښځې په لوړ خبرې يې منعه کړې دي د طالبانو د لښتو او وهلو سره به يې چیغې وهلې.

دا د طالبانو هغه اسلامي برادشت او نظام دی چې خلکو ته په کې عزت ورکوي او خدای خوشحاله کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.