The news is by your side.

په افريقايي هېواد کې د ترکيې په وړاندې جګړه اعلان شوه

خبريال وېبپاڼه/ ليبيا کې ياغي جنرال چې د اسرایلو، مصر، سعودي عربستان، روسیې، فرانسې او عربي متحده اماراتو ملاتړ له ځان سره لري د ترکي پوځیانو په وړاندې د سختو عملیاتو اعلان کړی دی.

جنرال حفتر چې ډېره موده یې په ليبيا کې ددې هېواد د موجود مشروع حکومت په وړاندې جګړه وکړه او په پای کې پخپله دې موخه کې پاتې راغی امر یې کړی دی چې د ترکي ځواکونو د شړلو لپاره دې ټول سره متحد شي.

په ليبيا کې تېر کال جنرال حفتر ګڼ ښارونه ونيول او نېږدې و چې ددې هېواد حکومت ته ماتې ورکړي او پخپله چارې په لاس کې واخلي، خو د ترکيې حکومت د ليبيا د مشروع حکومت ملاتړ پيل کړ او دې هېواد ته یې خپل ځانګړي ځواکونه، بې پيلوټه الوتکې او جنګي کښتۍ واستولې.

د لیبیا د حکومت سره د ترکیې مرسته ددې سبب شوه چې دا حکومت د سقوط څخه وژغورل سي، خو کيسه همدومره پاتې نشوه، بلکې د ترکیې د حکومت مرستو د ليبيا د مرکزي حکومت ملا قوي کړه او په ټول هېواد کې یې د جنرال حفتر په وړاندې عمليات پيل کړل چې ډېر بريالي عمليات هم و.

بريالي ځکه ورته ويلي شو چې ليبيايي ځواکونو بېرته د جنرال حفتر څخه ګڼ ښارونه ونيول او په جګړه کې د يوې سختې ماتې سره مخ شو، څو موده وروسته جنرال حفتر پخپله اعلان وکړ چې غواړي اوربند وکړي.

د ليبيا حکومت دا اوربند ومانه او په دې هېواد کې رسمي جګړې پای وموند، خو اوس تازه مخالف جنرال ويلي دي چې پخپل هېواد کې به د ترکيې ځواکونه ونه زغمي، ده د خپلو پلویانو او ملېشو څخه غوښتي دي چې سره راټول شي او په زور ددې هېواد څخه ترکي عسکر وشړي.

په ليبيا کې غربي حکومتونه له دې څخه سخت ناراضه دي چې ترکي عسکر دې په دې هېواد کې شتون ولري، له همدې کبله جنرال حفتر دې ته مجبور کوي چې د ترکیې په وړاندې جګړه وکړي.

ترکیې وروسته له هغه ليبيا ته پوځيان ولېږل چې ددې هېواد مشروع حکومت چې ملګری ملتونه يې هم په رسميت پېژني د ترکيې څخه دا غوښتنه وکړه چې د جنرال حفتر په وړاندې دې ددوی نظامي ملاتړ وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.