The news is by your side.

افغانستان کې د چينايې جاسوسانو نيول کيدل.

خبريال وېپ پاڼه: د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو پينايې وګړو لس کسيزه ډله د جاسوسۍ او ترورستي کړنو په تور نيولي دي.

د راپورونو له مخې​، دغه کسان د چين استخباراتي سازمان پوري اړه لري او بيجنګ له کابل غوښتې چې په دې اړه غلی پاتې شي.

راپورونه وايې، چې د افغانستان ملي امنيت رياست د روان لمريز کال د ليندۍ په شلمه نيټه د يانګ يانګ او شا هونګ په نومونو دوه تنه چينايې وګړي د کابل په شيرپور او کارته چهار سیمو کې د چاوديدونکو توکو،د جنګي وسايلو، او د بی هوښه کولو پوډرو سره نيولي دي او وروسته بيا اته تنه نور چينايې وګړي د جاسوسۍ او د يوې ترورستې ډلي سره د اړيکو په تور ونيول.

د معلوماتو له مخې، دغه کسان د چين د استخبارتي سازمان غړي دي او د حقاني شبکي سره اړيکي لري خو، له پاکستان سره يې د اړيکو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

افغان دولت او امنيتي بنسټونه په دي اړه څه نه وايې خو، پوځي شنوونکي بيا اخطار ورکوي چې د دا ډول استخبارتي کړنو پر وړاندي بی پروايې به ډيري بدي پايلي ولري.

عتيق الله امرخيل، پخوانی پوځي شنوونکی په دې اړه وايې، نن ورځ زموږ دولت دومره ضعيف شوی چې جاسوسان او ترورستان د خلکو په کورونو کې ځايونه پيداکړي او له همدغه ځايه خپل ناروا فعاليتونه ترسره کوي، زموږ د دولت ټول فعاليتونه بی نتيجی دي او دښمن مو ورځ تر بلې قوي کيږي.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په افغانستان کې د چين سفير د ليدو وروسته د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح وايې که چين په دي اړه بښنه و نه غوښته ددغو کسانو قضيې به مخکې ولاړي شي.

سياسي شنوونکی احمدی سعيدی په دي اړه وايې، په لومړي قدم کې د نړيوالو اصولو او مقرراتو له مخې چينايې وګړو ډير لوې جرم ترسره کړی دی او د چين حکومت مجبور دی چې د افغان دولت بښنه وغواړي او دوهم قدم دغه چينايې وګړو چې په بی شرمانه ډول يې د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه کړي بايد د افغانستان اساسي قانون سره سم مجازات شي.

راپورونه وايې د چين استخبارتي سازمان غړو غوښتل چې د ترکستان د اسلامی حزب غړي چې له ايغوري وګړو مشتمل دي او د طالبانو سره په اړيکو تورن دي په لومه کې واچوي چين د دوه ميليونه ايغوري مسلمانانو په ورکيدو هم تورن دی خو چين بيا دغه تور نه مني.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.