بلوچستان کې بیا پاکستاني عسکر هلاک شوي

خبریال وېبپاڼه/ وسله والو د پاکستان په بلوچستان کې یوه پوسته سقوط کړې او نهه تنه پاکستاني عسکر یې پکې ژوبل کړي دي.
د راپورونو له مخې، د بولان د شاهرګ سیمې په جالاوان سیمه کې وسله والو د پاکستاني عسکرو پر پوسته هجوم ور وړی، پوسته یې نیولې او یو شمېر عسکر یې پکې وژلي او ټپیان کړي دي.
د معلوماتو په حواله، لومړی وسله والو پر پوسته د سپکو او درنو وسلو باران کړی او وروسته پاکستاني عسکرو خپل وژل شوي او ټپي ملګري له سیمې انتقالول او پوسته یې پرېښې ده.
په ورته وخت کې د بلوچستان په پنجګور سيمه کې د فوټبال تر يوې لوبه وروسته په ميدان کې چاودنه شوې چې له امله يې دوه تنه وژل شوي او اووه نور ژوبل دي.
تر اوسه د دغو پېښو مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو دغه ډول پېښې معمولاً د بلوڅ ملتپالو لخوا رامنځته کېږي، ځکه د پاکستاني حکومت لخوا پر بلوڅانو ظلم او نارواوو نور د ملتپالو د صبر کاسه نسکوره کړې ده.
بلوڅ ملتپال غږ کوی چې تر هغو یې غوښتنې ونه منل شي او پاکستانی حکومت د دوی په مقابل کې له ظلم او نارواوو لاس وانخلي، دا ډول بریدونه به دوام ولري.
تر اوسه پاکستاني چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.