خبریال وېبپاڼه/ د سولې خبرو له پیله پر وسله والو طالبانو دا ګمان نه کېده چې دوی دې وسله پر ځمکه کېږدي او د خبرو له لارې دې روانه جګړه ودروي، ځکه دوی خپلواک نه دي، خپل دریځ نه لري، څه چې بهرنیان په تېره بیا پاکستان ورته وايي، هماغه کوي.
د سولې بین الافغاني مذاکراتو کې یوازې د ابتدايي اجنډا پر سر درې میاشتې وخت تېرول د طالبانو په نیت کې د سړي شک په یقین بدلوي، ځکه که دوی په رښتیا سوله غوښتی، دومره کوچنیو مسایلو باندې یې ژور اختلاف نه کاوه.
دا د دې معنا لري چې طالبان نه غواړي اوسني حکومت سره ګډ کار وکړي، یا به ټول حکومت دوی ته سپارل کېږي، د دوی په خوښه به نظام بدلېږي او یا به دوی د ټوپک په زرو خپل ړنګ شوی امارت بیا ژوندی کوي.
تازه په ویلسن څېړنیز مرکز کې د افغانستان او سیمې د مسایلو څارونکی مایکل کوګلمن هم ویلي چې طالبان د دې علاقمند نه دي چې د خبرو له لارې واک کې شریک شي، ځکه خو یې جګړې ته شدت ورکړی دی او غواړي له دې لارې واک ترلاسه کړي.
هغه د پاکستان لخوا د طالبانو ملاتړ ته هم اشاره کړې ده او ویلي یې دي چې طالبان دا هر څه د پاکستان په ملاتړ کوي او دغه هېواد غواړي چې طالبان د ټوپک له لارې خپل ړنګ شوی حکومت بیا را ژوندی کړي.
مایکل ګلمن دا هم ویلي چې پاکستان نه غواړي په افغانستان کې یو پیاوړی نظام موجود وي، د هغوی ټوله هڅه دا ده چې دلته د یوه مقتدر نظام مخه ونیسي او د طالبانو په مټ دلته خپل لاسپوڅی حکومت جوړ کړي، تر څو د اسلام اباد هر ډول غوښتنې ومني.
د طالبانو په اړه د دغه امریکايي څارونکي خبره تر ډېره بریده پورې صدق کوي، ځکه پاکستان هیڅلکه له افغانستان سره دولت په دولت صادقانه اړیکې نه دي ساتلي او د طالبانو په مټ یې دلته د نظام تخریب او بدنامولو ته ملا تړلې ده.
په داسې یو وضعیت کې افغان حکومت ته پکار ده چې له پوره تدبیر څخه کار واخلي، د پاکستان په درواغجنو وعده خطا نه وځي او نه هم د دوست په سترګه ورته وګوري، دښمن، دښمن دی او هیڅکله په واقعي دوست نه شي بدلېدای، څو چې ګټې یې خوندي وي.