The news is by your side.

د سولې په خبرو کې وقفه، ولسمشر غني، ملا برادر او زما زامن

خبریال ویب پاڼه:ښایي ډېرو ته دا پوښتنه پیدا شوې وي چې د سولې په خبرو کې د وقفې، د ولسمشر غني او ملا برادر تړاو زما له زامنو سره څه دی؟
مخامخ هېڅ تړاو سره نه لري، خو د سولې په خبرو کې د وقفې پرمهال، د دغو دواړو یانې ولسمشر غني او ملا برادر چلند زما د زامنو له چلند سره ډېر ورته والی درلود.
ټاکل شوې د سولې په تړاو د افغانانو خپلمنځۍ خبرې د راتلونکې جنورۍ پر پنځمې نېټې بیا دوحه کې پیل شي. خو په خبرو کې د درې اوونیزې وقفې پر مهال دوه مهمې پېښې وشوې چې پر ‌ذهنیتونو یې اغېز د پام وړ وو.
کراچئ کې د ملا برادر وینا او د ولسمشر غني دا ټینګار چې د سولې د خبرو بل پړاو دې افغانستان کې دننه تر سره شي.
زما مشر زوی چې شا وخوا د شلو کلونو دی ډېر پر ځان ویسا او کړنې یې هم مرموزې دي. خو بیا په همدې هوښیارۍ او یا که رښتیا ووایم ساده توب کې ترې داسې عمل وشي چې زموږ له سترګو پناه ټولې کړنې یې بربنډې شي.
کټمټ هماغسې چې ملا برادر په یوه وینا کې ټول هغه څه ومنل چې طالبانو او پاکستانیانو یې له تېرو ۱۹ کلونو سخت د پټولو هڅې کولې.
خو زما بل زوی چې شا و خوا شپاړس کلن دی بیا یو اېډیال (د لوړو خیالونو) دنیا کې ژوند کوي او نظریې یې په زړه پورې خو له حقیقت لېرې دي، نو ځکه له خپل مشر ورور سره سیالۍ کې یې تر ډېره بایلي.
طالب ویاندانو تل رسنیو سره خبرو کې پاکستان کې د خپلو مشرانو حضور رداوه او که چا ورته شواهد هم وړاندې کول (کچلاغ کې ملا اختر محمد منصور سره د بیعت غونډه) هغوی یې د حکومت او یرغلګرو په پلوي تورنول.
پاکستاني چارواکو هم نړیوالو ناستو کې په داسې انداز پاکستان کې د طالب مشرتابه د نه شتون خبره کوله چې ان د سترګو پر وړاندې پر شته شواهدو به هم سړی شکمن شو.
خو ملا برادر په پوهاوۍ او یا نه پوهاوۍ کې په خپله ژبه پر دې ټولو اعتراف وکړ او د پاکستان او طالبانو شل کلنه خواري یې په اوبو لاهو کړه. دې سره د یوهّ روزنیز کمپ د کتنې پرمهال د یوهّ بل طالب مشر د ويډیو خپرېدل کیسه لا پسې خرابه کړه.
د افغانستان په مسایلو کې ښکېل پاکستاني چارواکي هم اوس د اوښتي زیان د کابو کولو یا په انګریزي ژبه د «دمېج کنټرول» هڅې کوي.
یقینا دا ويډیو د افغان حکومت او طالب ضدو کړیو لپاره د تبلیغ ښه وسیله شوه او ان د طالبانو پلویان چې وار له مخه ورته له امریکایانو سره د دغې ډلې د سولې تړون خو برعکس له افغانانو سره پر جګړې د ټینګار له امله پوښتنې پیدا شوي، هک حیران کړل.
زما د د دغه شل کلن زوی یو بل عادت دا دی چې له رسوا کېدو وروسته هم د موضوع د اړولو او یا د توجیه کولو نه ختمېدونکې هڅه کوي.
چې ورسره استلال کوې، ورباندې ښه نه لګېږي. داسې اکټ کوي لکه چې یوازې دی په خبره پوهېږي او بس. یو ځل همداسې لکه ملا برادر یې ځان افشا کړ، زه او مور یې له وړاندې په موضوع خبر و خکه میندې او پلرونو ته تر ډېره دا مالومېږي چې کله یې اولاد د یوهّ څه د پټولو هڅه کوي.
کله چې مې ټینګ کړ نو په ډېره حق په جانبه څېره یې د خپل عمل د توجیه کولو هڅه کوله، ورته مې وویل زویه که دا ستا کار سم وای نو له سره دې د دغې خبرې د پټولو هڅه نه کوله. دا البته سم کار نه دی چې تاسره یې د پټولو فکر پیداشو.
نو طالبان هم وایي ملا برادر کراچۍ کې له افغان ناروغ کډوالو سره وکتل. وروره هغه کس د طالبانو د جبهې پېژندل شوی قومندان و نه عادی کس. عادي کسانو ته دا هم یوه پوښتنه ده چې که طالبان ځان ته پر کونړ د پاکستان توغندیزو بریدونو ته د غبرګون ښودلو حق نه ورکوي او وایی موږ خو دولت نه یو، نو بیا د کډوالو او سوداګرییزو مسایلو په تړاو پاکستاني چارواکو سره د خبرو حق ځانته ولې ورکوي؟
که دوی دا وایی چې دا کار د افغانانو د هوساینې لپاره کوي، نو بیا کونړ کې افغانان بې کوره او ان وژل شوي دي. خو اوس ټولو ته مالومه ده چې کیسه څه ده، ملا برادر په خپله د مجبوریو خبره کړې. خو طالب مشران زما ځوانۍ ته د نوي رسېدلي خو له دنیا ناخبره زوی په څېر داسې انګېري چې ګواکې دوی پوهېږي او نور هم تېر اېستلی شي.
د خبرو د وقفې پرمهال د ولسمشر غني دریځ هم په زړه پورې و، ځکه دی خپله هم پوهېږي چې افغانستان کې د خبرو دویم پړاو تر سره کېدل، که څه هم خورا ډېره ښه خبره ده، خو شرايط ورته لا نه دي برابر.
هماغه زما د کشر زوی په څېر ايډیال خو نه پلي کېدونکې نظریې.
داسې برېښي چې ښاغلي غنی او ډله یې غوښتل له دې خبرې تبلیغاتي ګټه پورته کړي خو دا کار برعکس په اوسنيو حالاتو کي منفي اغېز لرلی شي. ښاغلی غني سم که ناسم په دې تورن دی چې د خپل واک مودې پوره کولو ته لیوال دی او د سولې د خبرو ځنډول غواړي، چې دغه راز ویناوې دا باورونه لا پیاوړي کوي.
بله مهمه خبره دا ده چې د داسې شرطونو په وړاندې کولو چې عملی کېدای نشي او پایله یې شا ته کېدل وي، د خبرو پر میز د حکومتي اړخ باور او اعتبار ته زیان اړوي.
کټمټ هماغسې چې زما ایډیالست کشر زوی په عملي سیالیو کې یې خپل مشر ورور ته بایلي.
لیکوال:ی پلار

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance