The news is by your side.

پاکستان په هیڅ صورت افغانستان کې سوله او امن نه غواړي

خبریال وېبپاڼه/ که څه هم تر دې وړاندې ګڼو نړۍوالو رسنیو، بنسټونو او سیاسي شنونکو ویلي و چې پاکستان د افغان سولې لپاره اراده نه لري او په لوی لاس دغه پروسه ګډوډوي، اوس یوه استرالیايي پروفیسور ویلي چې د پاکستان د مداخلو په صورت کې افغان سوله ناممکنه ده.

د افغانستان د مسایلو څارونکي استرالیایي پروفیسور ویلیم مېلي ویلي، چې پاکستان لا هم په افغان سوله کې مداخله کوي او د وسله والو طالبانو ملاتړی بلل کېږي، چې دغه کار کې د سولې مخه نیولې ده.

 د هغه په وینا، دا لکه لمر روښانه ده چې پاکستان په تېره ددغه هېواد نظامي څانګې له طالبانو بشپړ ملاتړ کوي، وسلې ورکوي، پیسې ورکوي، د اوسېدو ځای ورکوي او هر اړخیزه همکاري ورسره لري.

 مېلي زیاته کړې تر هغه چې له طالبانو د پاکستان ملاتړ پای ته و نه رسېږي او دغه هېواد په افغان سوله کې له مداخلې را و نه ګرځول شي افغانستان ته سوله نه شي راتللی.

افغان حکومت له پاکستان لا هم د ښو تمه لري

ټولې نړۍ ته معلومه ده، چې پاکستان د افغانستان پر زړه د سرطان دانه ده، مګر افغان حکومت بیا هم پر دغه حقیقت سترګې پټوي او د ښو تمه ترې لري، تر دې چې پاکستاني ترهګر یې له بنده خلاص کړل او د دغه هېواد په درواغجنو ژمنو هر وخت غولېږي.

حل لار څه ده؟

نور باید افغان حکومت د پاکستان پر وړاندې د خپل خارجي سیاست دریځ بدل کړي، پاکستان دښمن دی او دښمن څخه هیڅکله د ښو تمه نه شي کېدای، قطر مېشتي طالبان باید پاکستان ته له تګ راتګ څخه راوګرځول شي او تر هغو پورې اجازه ورنه کړل شي چې افغان سوله نه وي رامنځته شوې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.