The news is by your side.

افغان جګړه؛ ښايي امریکایان د خپل تاریخ له اوږدې جګړې لاس واخلي

خبریال وېبپاڼه/ یوې امریکايي نشریې لیکلي دي چې که جو بایډن د امریکا د دفاع وزارت د ټاکل شوې نېټې او شمېر مطابق امریکايي سرتېري له افغانستان وباسي، دا به د امریکایانو ته ښه خبر وي چې د خپل تاریخ له اوږدې جګړې لاس اخلي.

میلټري ټایمز نشریه په یوه تحلیل کې لیکي که بایډن هم د سرتېرو د ایستلو په تړاو د ټرمپ تګلارې ته ادامه ورکړي نو ددې احتمال شته چې تر مې میاشتې پورې ټول امریکایي عسکر له افغانستان ووځي.

 د سرچینې په خبره، نو همدا امریکایانو ته یو ښه خبر دی چې په ۲۰۲۱ز کال کې به دوی په نړۍ کې په کومه جګړه کې ښکېل نه وي او له خپلو تاریخي جګړو به لاس اخلي.

میلټري ټایمز وایي ټول امریکایي چارواکي دمګړی هڅه کوي چې د راتلونکې میلادي میاشت تر نیمايي له افغانستان خپل سرتېري وباسي او شمېر یې ۲۵۰۰ ته راښکته کړي. میلټري ټایمز وایي دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه وه چې اوس امریکا ورو ورو ترې په شا کېږي خو دا چې د بايډن نیت به څه وي د جنورۍ تر شلمې وروسته به روښانه شي.

تر اوسه امریکایان په افغانستان کې له خپلو لسو اډو، چې په لسو ولایتونو کې وې، وتلي دي.

د امریکا فاع وزارت ویلي چې ځانګړي ځواکونه به یې په افغانستان کې مېشت وي، چې د افغان ځواکونو روزنې او په اضطراري وضعیت کې د افغان پوځ دفاع ته به وردانګي.

تر دې وړاندې طالبانو پر امریکایانو غږ کړی وو چې خپل پوځیان د دوحې تړون مطابق وباسي، که نه بیا به پر امریکايي ځواکونو بریدونه پیل کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.