The news is by your side.

که قاتلين نيول کېږي، تر شا یې ولاړ خلک ولې نه افشا کېږي؟

که د خبريالانو قاتلين نيول کېږي، ددې کسانو تر شا خلک ولې نه افشا کېږي؟

خبريال وېبپاڼه/ په افغانستان کې له بده مرغه د خبريالانو د وژنې يوه خونړۍ څپه روانه ده، هغه خبريال چې د افغانستان د روانو ناخوالو خبر تر خپلو خلکو، بې پروا چارواکو او نړيوالو رسوي اوس د زور او طاقت د څښتنانو دښمني ګټلې ده.

افغانستان په ټوله کې يو له هغه هیوادونو څخه دی چې ترټولو زيات خبريالان پکې خپل ژوند له لاسه ورکوي، دا خبريالان هېڅ ګناه نلري بلکې کله د طالب د وحشت او قتل څخه پرده پورته کوي ځينې وخت د حکومت له بمباریو ځينې وخت د غلو له غلاوو پرده پورته کوي او ددې په پايله کې خبریال د طالبانو، حکومت، مافيايي کړيو او غلو د مرمۍ ښکار کېږي.

حکومت وايې قاتلين یې نيولي خو…
حکومت اخته دی مست مست اعلانونه کوي چې د پلانکي قاتل يې ونيوه او د بيستانکي خبريال قاتل يې ونيوه خو نه خو ولس دا قاتلين وليدل او نه يې هم ددوی تر شاه ولاړ کسان وپېژندل.

يو عام کس چې بده اخلاقه وي، هر شر او فساد يې چې په وجود کې وي ولې خبريال ووژني، د خبريال څخه به دی څه حاصل کړي، هېځ، په فردي ډول هېڅوک هم لېوني نه دي چې خبريالان هره ورځ په نښه کړي، حتماً ددې قاتلينو شاته نور لاسونه دي نور کسان دي چې په دوی باندې يې دا کار کړی دی.

حکومت نه يوازې چې خلکو ته دا قاتلين په نښه نه کړل يانې ددې خکلو د هويت د قوم د سيمې د شناخت په هکله یې د رسنیو او خلکو سره معلومات شريک نه کړل مقصد يوه اعلاميه يې خپره کړه چی قاتلين يې نيولي دي، حکومت خلکو ته ولې دا نه وايي چې دا قاتلين څوک دي، تر شا يې څوک ولاړ دي، د چا په امر يې دا خبريال په شهادت رسولي دي.

ددې قاتلينو تر شاه حتماً دداسې کسانو لاس دی چې همدا اوس په کابل کې په ننګرهار کې په مزار کې او په افغانستان کې خلاصې تڼۍ کرځي، همدا اوس به هم دوی په رسنیو کې لویې لویې خبرې کوي خو حکومت ددوی د هويت څخه پرده نه پورته کوي ځکه کېدی شي پخپله د حکومت کسان وي.

خلک اوس په دې پوهېږي چې د حکومت د اعلاميو حقيقت درک کړي، خلکو د حکومت خبرې او اعلاميې ډېرې واورېدې، خلک اجرات او عمل غواړي، خلک‌ پايله غواړي خو دا هغه څه دي چې حکومت یې خلکو ته د ورکولو نیت نلري.

حکومتي چارواکو به پخوا د غندنې اعلامیې خپرولې، پسې یې د دروغو وعدې کولې اوس اخته دي د دروغو د قاتلینو د نیولو اعلاميې خپروي، دا صرف د خلکو سترګو ته د خاورو شيندل دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.