د هېواد د وچې مېوې بيه د تېرکال په پرتله دوه چنده لوړه شوې

د هېواد د وچې مېوې بيه د تېرکال په پرتله دوه چنده لوړه شوې

خبريال وېبپاڼه/ د افغانستان وچه مېوه چې په سيمه او نړۍ کې د زيات شهرت څخه برخمنه ده په چټکۍ سره د دهقانانو له باغونو اخيستل کېږي او نړيوالو او کورنيو بازارونو ته وړاندې کېږي.

خو د هېواد د وچې مېوې د اړتيا د زياتوالي سره اوس ددې مېوې بيه هم مخ په لوړېدو ده، د ښار د غريبانو لپاره بد د کلي د غريبانو لپاره دا یو ښه خبر دی، د کلي د غريبانو لپاره د مېوو د بیو لوړ والی ځکه ښه دی چې د خپلو حاصلاتو څخه به ښې روپۍ ترلاسه کړي خو د ښار د غريبانو لپاره ځکه بد خبر دی چې دوی به ونشي کولی دا مېوې دانې په اسانۍ سره وخوري.

د وچې مېوې د بيو د لوړوالي او تولید به اړخه زابل ولايت يوه ترټولو غوره نمونه ده، د ګران هېواد افغانستان په دې ولايت کې د وچ مېوې دهقانان خوشحاله دي، په دې ولايت کې کشمش، ۸۰ ډوله بېلابېل بادام، پینځه ډوله شکر پاره، وڅکه او انځير د تېر کال په بيه دوه چنده لوړ شوي دي.

د مثال په ډول په دې ولايت کې چې تېر کال يو من کشمش په ۷۰۰ افغانۍ پلورل کېدل اوس په ۱۵۰۰ افغانيو باندې پلورل کېژي، يو من بادام چې تېر کال په دې ولايت کې په زر افغانۍ خرڅېدل اوس په ۲ زره افغانۍ خرڅېږي.

که څه هم ځینې وخت دهقانان د خپلو حاصلاتو د خرڅولو په برخه کې د ګڼو ستونزو سره مخ وي خو په زابل کې بيا سږ کال دا چاره بل ډول وه، ويل کېږی په دې ولايت کې سږ کال دومره ژر د دهقانانو حاصلات خرڅ شول چې تجارانو نور د يوبل سره جګړه کوله.

افغانستان د نړۍ ترټولو با کيفيته او طبعي وچه مېوه توليدوي، دلته په افغانستان کې په خوړو مېوو دانو کې ګوتې نه وهل کېږي، کيمياوي درمل نه ورکېږي ټول کار او پالنه يې طبعي ده، له همدې کبله ده چې د افغانستان وچه مېوه په نړۍ کې خپل نوم لري.

خو له بده مرغه په هېواد کې اوس هم دا ډول بنسټونه کم دي چې د افغانستان وچې مېوې په سټنډرډ ډول بسته بندي کړي او دا مېوې په سټنډرډ ډول بهر ته صادرې کړي، نه يوازې چې د بسته بندۍ په برخه کې ستونزه ده بلکې تجاران ددې مېوو د صادرولو په موخه کې د نورو ګڼو ستونزو سره مخ کېږي، د ويزې ستونزې، د ترانسپورت ستونزې، د مواصلاتي لارو ستونزې هغه څه دي چې د هېواد تجاران یې سرګردانه کړي دي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More