The news is by your side.

په قطر کې افغان سفیر وژل شوی که مړ شوی دی؟

 خبریال وېبپاڼه – په قطر کې د افغانستان سفیر عبدالحکیم دلیلي داسې ناروغي نه لرله چې د نوموړي‌ د مرګ سبب وګرځي او د هغه همکاران وايي چې ښاغلی دلیلي کرونا وایرس هم نه وو نیولی. ‌

ښاغلی دلیلي یو د افغانستان له هغه چارواکو نه وو چې په قطر هېواد کې ډېري ژورې اړیکي لرلې، زده کړې یې په قطر کې کړې وې، هلته ښوونکی پاتې شوی وو او خپل شخصي کار او تجارت یې هم په قطر کې کاوه.‌

ښاغلي دلیلي له یوې خوا له قطري چارواکو سره ډېر له نژدې پېژندل او له بل لوري یې له قطر مېشتو طالب مشرانو سره هم پټې او ښکاره اړېکي پاللې.

په قطر کې د افغانستان سفیر عبدالحکیم دلیلي یو مذهبي شخصیت وو او تر ډېره بریده د قطر علماوو او په ټوله کې د عربي نړۍ له علماوو سره هم نژدې پاتې شوی وو، او دا علت وو چې تر نورو افغان چارواکو طالبانو په ښاغلي دلیلي باندي زیات اعتبار کاوه.

مرحوم دلیلي‌ یو د افغانستان له هغه چارواکو څخه وو چې تر بل هر حکومتي‌کس د سوليې او په قطر کې د طالبانو، پاکستان او امریکا تر منځ په اړیکو زیات خبر او پر هر څه یې ژور نظر ساته.

د خبریال وېبپاڼې مشر میرویس افغان وايي چې دلیلي د طالبانو له منځ نه دومره خبر وو چې اکثره وخت به یې معلومات حیرانونکي وو، او ان تر دې چې د طالبانو له منځه به ځینو طالب مشرانو د اعتبار پر پار دقیق او پټ معلومات ورسره شریکول.‌

ښاغلی افغان زیاتوي چې د مرحوم دلیلي د پاکستان او طالبانو تر منځ پر اړیکو هم ژور نظر ساته میرویس افغان د مرحوم دلیلي له قوله وايي چې پاکستان طالبانو ته خبر داری ورکړی وو چې له دلیلي سره په اړېکو کې له دقت نه کار واخلي او اړیکي‌ ورسره ونه ساتي.‌

ښاغلي‌ دلیلي بیا بیا دا خبره کوله چې امریکا، پاکستان او طالبان د سولې ‌پروسه داسې پر مخ وړل غواړي چې افغان حکومت یې په ډېرو جزیاتو ناخبره پاتې شي، خو د دریو واړو په وړانديې ښاغلی دلیلي خنډ بلل کېده.

اوس پوښتنه دا ده چې د پاکستان، طالبانو او امریکا په وړاندې ‌په افغان سوله کې د دوی لپاره خنډ په قطر کې د افغانستان سفیر عبدالحکیم دلیلي څنګه او وليې مړ یا ووژل شو؟

افغان حکومت ته په کار ده چې په قطر کې د افغانستان سفیر عبدالحکیم دلیلي د مړیني ‌قضیه وڅېړي او دا روښانه کړي چې دلیلي وژل شوی او که مړ شوی دی. ځکه ښاغلي‌ دلیلي د زړه ناروغي نه لرله او تر ډېره بریده صحت مند او روغ سړی وو،‌ د هغه ناببره مړینه شکونه پیدا کوي چې ښايي ستونزې هم وزېږوي.

خبریال اداره

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.