The news is by your side.

هغه کارونه چې د ژوند خوند مو درنه اخلي!

ژوند د خوښيو او خپګان يوه ټولګه ده، او مونږ ټولو د ژوند خواږه او ترخه تجربه کړي دي. دا سمه ده، چې د هيچا ژوند پرته له خپګان او ستونزو نه ده، ايا تر اوسه مو دېته پام شوى، چې د ژوند ځيني خپګان او ستونزو لامل په خپله ياستئ؟

هو بالکل، زمونږ ژوند کې ډېرې ستونزې به وې، که چېرته خپل منفي فکرونه او منفي کارونه مو وژلي وه، او پر وړو خبرو او وړو جګړو کې تر ډېره وخته ګير نه وو پاتې.

مونږ په دې ليکنه هغه ټکږ ته اشاره کړې چې تاسې يې په ورځينۍ ژوند کې عادت ګرځورى، او په کولو يې ژوند ځان ته سخت ګرځولى، لکه:

ډېر فکر کول:

کله کله انسان د يوه کار په پيلوو، عملي کولو او پايلې دومره فکر وکړي، چې د کار سر ته رسولو تر دمخه زمونږ په وجود کې يو ډار رامنځه کېږي. لاسونه او پښې مو ورته سست شي، چې په دې سره خپل وجود ستړى کوو، او ځپلوو. د ډېر فکر کولو تاوان زمونږ بدن ته رسېږي، ځکه په روحي او رواني لحاظه ځان د فکر کندې کې اچوو. او له دې کندې وتل ځکه ناشونى شي، چې نور مو په ډېر فکر کولو سر خوږ کړى وي،او دا مو خپل عادت ګرځولى وي

د هېرولو ځواک نه لرل:

په ژوند کې له خوشحاليو سره مخه ښه هغه وخت کوو، چې د هېرولو ځواک مو نه وي. زمونږ پذ ټاکل شوي ژوند کې داسې ډېرې پېښې راځي، چې پر مونږ ژوند سخت او د تېرولو نه وي. خو وروسته له هرې ستونزې او سختۍ څخه دا بايد ياد ولرئ، چې د ستونزې په حل کولو سره باې دوسيه يې هم وتړل شې، نه ورته اندېښون اوسو او نه يې هم په يادولو سره د ژوند خوږې شېبې هم ترخې کړو.

ځان د نورو لپاره قرباني کول:

ژوند هېڅ کله داسې کوم کار مه کوئ، چې خپل احساسات او خپلې هیلې د نورو د احساساتو او خواهشاتو لپاره قرباني کړئ.ځکه کېدای شي ډېر لږ خلک د دې قربانۍ په ارزښت مو پوه شي، خو تاسې به ځان د پښو لاندې کړی وي او ډېر څه به مو له لاسه ورکړي وي.

پر خپلو احساساتو کنترول نه لرل:

پر دې نړۍ پيدا شوي انسانانو کې د غرور او ځان غوښتنې حس ټولو کې شته، که چېرې تاسې د یو چا سره دومره مینه وکړئ، چې خپل ژوند او خپلې هیلي مو یوازې او یوازې یو نفر اوسي، نو پر دې پوه شئ، چې هرو مرو به په داسې انسان کې د غرور حس ډېره وده وکړئ، او داسې ګمان به وکړي، چې تاسې ورته اړتیا لرئ. نو تل مو پر خپلو احساساتو کنټرول ولرئ.

په وړو خبرو کې ډېر فکر کول:

که غواړئ خپل فکر ته مو وده ورکړئ، نو تر څه دمخه په وړو موضوعاتو او وړو خبرو کې ډېر فکر کول او جنګېدل پرېږدئ.

نو کوښښ وکړئ، چې خپله مو د خپل ژوند اتل اوسئ، او په پورته ذکر شویو کرښو عمل وکړئ، تر څو ژوند مو تر پخوا لا پسې ډېر رنګین شي.

لیکنه: مریم صدیقي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance