The news is by your side.

د ښځو او سړيو د چوپتيا توپيرونه!

د ښځو او سړيو د چوپتيا توپيرونه!

ښځه او سړى په فطري او ذاتي لحاظ له ځينو توپيرونو څخه برخمن دي.په قران شريف کې هم د ښځو او سړيو ترمنځ ډېر توپيرونه ښودل شوي دي.

مونږ تاسو ته په دې ليکنه کې د ښځو او سړيو د چوپيا ترمنځ پر توپيرونو غږېدلې يو، چې په ښځو کې د چوپتيا لاملونه څه دي او د څه ښکارندويي کوي، او په همدې ډول په سړيو کې د چوپتيا لاملونه څه او د څه ښکارندويي کوي.

د سړيو چوپتيا په څه مانا ده؟

ښځې دې پوه شي، هر کله چې خاوند يې په فکرونو کې ډوب او غلى ناست و، نو دا ضرور نه دى، چې تاسې يې تر څنګ کېنئ، او چوپتيا يې ور ماته کړئ. سړي چې کله غلى او چوپ وي نو هرو مرو به د خپلو ستونزو په حل لارې پسې وتلى وي.

ښځې دې داسې نه کوي، چې تل دې د سړيو شا ونيسي، سړي سکوت او يوازې توب ته اړتيا لري. ښځې دې دېته پام وکړي، چې د ښځو او سړيو تر منځ توپيرونه ډېر شته، نو د دې کوښښ دې نه کوي، چې د سړيو يوازيتوب مخه ونيسي

. د ښځو د چوپتيا مانا څه ده؟

ښځې تل دا خوښوي، چې له خپل خاوند سره خبرې وکړي، هغوى د دوى ناز واخلي، او هېڅ کله يې هم يوازې پرې نږدي. سړي دې په دې پوى شي، که چېرې يو ښځه دا درته ووايي، چې غواړم يوازې اوسم ما يوازې پرېږده، نو د دې خبرې مانا يې دا ده، چې ته يې ترڅنګ اوسې ، او يوازې يې پرېنږدې. ښځې له يوازېتوبه ډارېږي، ډېرى ښځې هغه سړي خوښوي، چې د خپلو مصروفيتونو سره سره دوى ته وخت ولري، تل ورسره خبرې وکړي، او له حاله يې حال خبر کړي.

سړي دې دېته ډېر پام وساتي ، چې کله ښځه مو غواړي يوازې اوسي، نو دا پر دې مانا نه ده، چې هغوى ستاسو په شان يوازېتوب ته اړتيا لري، هغوى بايد يوازې پرې نښودل شي، او که کومې ښځې چوپتيا اختيار کړې وه، نو هرومرو په زړه کې له تاسو څخه کومه ګيله لري.

که چېرې سړي او ښځې د یو بل توپیرونه په نظر کې ونه نیسي نو ډېرې ستونزې راپيلېږي، ځکه درک ورکېږي، د ده پر ځای چې منفي راولاړ شوي فکرونه له ذهنه وباسو نو تر څه دمخه تل پر دې ځان پوی کړئ، چې د ښځو او سړیو فطري او ذاتي نړئ سره ډېر توبیرونه لري.

که مو زړه کې داسې خبره راتاو شوه، چې وروسته یې د منفي فکرونو زېږنده کېده، نو غورع دا ده، چې د زړه ناویل شوي احساسات یو بل ته ووایئ، دا ورته وښيي، چې ستاسو په ذهن کې د مقابل لوري چوپتیا او نه غږېدل څه پوښتنې راپیدا کړي.

ښځې د ډېرو احساساتو څخه برخمنې دي، هر څه کې غواړي، د دوی د ژوند ملګری یې ورته د مینې اظهار وکړئ، خو سړي داسې نه دي.

راځئ  د دې په ځای، چې پر یو بل ګوته ونیسو، یو بل درک کړو او منفي فکرونو ته لاره بنده کړو.

لیکنه : مریم صدیقي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.