The news is by your side.

ارګ او عطامحمد نور بيا ښکر په ښکر دي

خبريال وېبپاڼه/ د افغانستان سياسي فضا یو ځل بيا د روغتيا د وزير د استعفا د جنجال له کبله سره ګډوډه شوه،‌ د ولسمشر غني له لوري د وزارتونو وېش ددې سبب شوی دی چې اوس وزيران ددوی لرې کول د ولسمشر غني د صلاحيت څخه لوړ وګڼي.

ولسمشر غني د عامې روغتيا له وزير احمد جواد عثماني څخه غوښتي دي چې خپله چوکۍ پرېږدي او استعفا وکړي، ولسمشر غني وروسته له هغه د عثماني څخه د استعفا غوښتنه کوي چې د ښاغلي عثماني ډېرو نېږدې کسانو د عامې روغتيا په وزرات کې فساد وکړ او رسنیو هغه خبرونه خپاره کړل چې ښيي د عامې روغتيا د وزير نېږدې خپلوان په فساد کې لاس لري او په دې فساد د عامې روغیتا وزير سترګې پټې کړې دي.

که څه هم د يو وزير لرې کول د ولسمشر قوانین صلاحيت دی خو عثماني د ولسمشر غني ددې صلاحيت څخه بغاوت کړی دی او ويلي يې دي چې دی نه استعفا ورکوي او نه هم وزرات پرېږدي.

ولسمشر غني نن غوښتل چې د روغتيا وزرات لپاره په دې وزرات کې نوی وزير معرفي کړي خو موجود وزير ددې کار مخالفت کړی نه يې استعفا کړې ده او د وزرات د پرېښودلو څخه یې هم انکار کړی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ځانګړو ځواکونو پي پي اېس د روغتیا په وزرات عمليات ترسره کړي او دې وزرات ته دننه شوي دي او احمد جواد عثماني یې په زور له وزرات څخه باسلی دی.

د عطامحمد نور غبرګون
ولسمشر غني د روغتیا وزرات عطامحمد نور ته ورکړی و، احمد جواد عثماني د بلخ د پخواني ولسمشر سرزوري والي عطامحمد نور کس و، د روغتيا د وزرات څخه د عثماني د شړل کېدو وروسته عطامحمد نور هم دې کار ته غبرګون وښود.

د بلخ دې پخواني والي د ولسمشر له لوري د احمد جواد عثماني د لرې کېدو په غبرګون کې ويلي دي چې په ښاغلي عثماني تراوسه د فساد کوم څه نه دي ثبوت شوي، ده ويلي مخکې له دې چې دا تورونه د يوې عادلې محکمې له لوري ثابت شي د وزير لرې کول به سخت ګران تمام شي.

عطامحمد نور د ولسمشر غني دا کار د قومي عصبيت له کبله بللی دی او ويلي یې دي چې دا پرېکړه ډېره په بېړه شوې ده.

نور همدارنګه ویلي دي چې په توهینونکي ډول د وزير لرې کول به خپل ځواب ولري او دوی به ددې کار ترسره کوونکي ته سخت ځواب ورکړي.

ولې دا ټول جنجال
ولسمشر غني د عطامحمد نور سره د خپلې معاملې په پايله کې د روغتيا وزرات هغه ته ورکړ او په سياسي ډول یې عطامحمد نور پخپل څنګ کې ونیوه، اوس له همدې کبله د ياد وزرات وزير‌ د ولسمشر څخه ډېر ځان د عطامحمد نور له لوري ټاکل شوی ګڼي.

ويل کېږي عطامحمد نور احمد جواد عثماني ته ويلي و چې په وزرات کې مقاومت وکړي او وزرات ترک نکړي، خو د ولسمشرۍ ماڼۍ ځانګړو ځواکونو هغه نن ماښام مجبور کړ چې د وزرات څخه خپله کډه بار کړي.

د خلکو غبرګونونه
په ټولنيزو رسنیو کې خلکو دې جنجال ته بېلابېل غبرګونونه ښودلي دي، ځینو ولي دي چې ولسمشر غني بايد دا معاملې نکولی او دولت داري یې د وېش او شرکت په ډول نه ترسره کولی.

ځينو نورو بيا د عطامحمد نور د حرص يادونه کړې ده او‌ ويلي یې دي چې ولسمشر ورته د هرڅه سره سره وزرات ورکړ خو ده بيا هم یو مفسد وزير دې مقام ته وړاندې کړ.

د ټولنيزو رسنيو ځینې نورو کارونکو بیا عطامحمد نور د ياد وزير په فساد کې شريک بللی دی او ليکلي يې دي چې د عطامحمد نور له لوري ټاکل شوي ډېری چارواکي په فساد ککړ او عطامحمد نور ورسره د همدې فساد څخه تغذيه کېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.