۲۰۲۰ کال د افغانانو په ګټه که تاون؟
خبريال ويبپاڼه / لکه دا کال چې څنګه ورک شو،
ورکه دې مه شه دا ستا ليونۍ مينه.
موږ ګټه وکړه که تاون؟
۲۰۲۰ کال کې موږ افغانانو د اوږد جنګ د خاتمې تمې او آوازي واورېدې.
د طالبانو او آمريکا ترمنځ تړون لاسليک شو.
پنځه ځله ډز کم او ډز بند اعلان شو.
افغانې جرګه شروع شوه.
مخامخ افغانان په يوه ميز سره کښيناستل.
د طالبانو دريځ او نرمښت مو وليد د سولې زمزمې، آوازي واورېدل شوي.
څه ناڅه د افغانانو (مشرانو) ترمنځ اجماع رامنځته شوه.
د سولې وزارت جوړ شو.
مصالحې عالي شورا جوړه شوه.
د سولي لپاره لويه دوديزه مشورتي جرګه جوړه شوه.
ټولو افغانانو په يوه غږ ((جنګ دې ورک شې رنګ دې ورک شې)) ناره اوچته کړه پښتون ، تاجک ، اوبک ، هزه او ټولو قومونو په لوړ غږ وويل د خدای لپاره نور که جنګ حوس دی هم بس دی.
او بله لا دا چې کابينه اعلان شوه.
هر وزير ملت د کور( پارلمان) په مخ کې د غوره خدمت وعده او ژمنه وکړه.
.
خو جنګ نه سوړ شو او نه زوړ بلکي لا ځوان شو ، تيز شو ، لا چټګ شو ، رنګ او بڼه يې بدله کړه.
ښارونو کې نا آمنې زياته شوه هدفې وژني، چسپکې ماينونو، غلا،اختطاف، د ښارنو نظم ګډوډول، د جنګ نوی مخ وو. جنګ داسي يوه څيره خپله کړه چې په مخ او شا يې څوک نه پوهيږي. ټول افغانان هک حيران دي څه وکړي. چاته وژاړي ، چاته خپل غم او فرياد وکړي له چا يې وکړي. د پانګ او پړانګ تر منځ دي.
بل خوا دولت دومره کمزوی دی چې د هيچا باور نه پري راځي چې دا دې خپل ځان وساتي ملت خو لا څه کوي.
د خلکو اعتماد په حکومت کم شو. حکومتي چارواکي ځان نشي ساتلی تر ځان يې لوی ، لوی سيمټين ديوالونه را تاو کړي چې ته به وايې دا دی مرګ د ديوال تر شا ورته ناست دی.
تر ټولو بده يې لا دا چې په ۲۰۲۰ م کال کې له ۹۰ نود کوډ څخه د داسي خلکو غلا افشا شوې چې سيپاري يې خرڅولي خلکو ويل چې دومره پاک او مقدس خلک دي په لمن يې لمونځ کيږي خو هغوی هم په ۲۰۲۰ کال کې د ملت له مال څخه په مليونو روپو شوړه وهلي وه.
شل شل کاله څه درته ووايم چې شاباس که نه افرين.
۲۰۲۰ کال ددې پيړۍ نه هېريدونکى کال ده ټوله نړۍ په يوه الهي افت( کرونا) اخته شوه.
کرونا له چين څخه شروع دنړۍ هر کلي او کونج ته ورسيده ټوله نړۍ يې له اقتصادې،سياسي،بشري،صحې،اړخه تارومار کړه. افغانستان هم ډېر زيانونه وليدل، اقتصاد مو منفې څو چنده لا وغورځېد، فساد، جنګ، پدې کال کې خورا ډېر وو، ډېر خلګ مو کرونا او له کرونا څو چنده مو جنګونو او فقر ووژل.
ښارونه وتړل شول،کاروبار په ټپه ودريد. هټيوالو،سوداګرو،کسب ګر، بوخت او اوزګار خلک ټولو زيانونه وليدل.
تعليمې مراکز مو د کال له سره ترواسه ټول وتړل شول.
موږ ګټه وکړه که تاوان؟
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.