The news is by your side.

جنت او دوزح

خبريال ويبپاڼه/جنت او دوزخ دغه دوه کليمه چې په عام ژوند کې مو هر وخت تر غوږو کېږي او کله نا کله يې موږ هم وايو.
جنت په اوسنۍ نړۍ کې د ښه ، غوره او اسوده ژوند سبول دی.
شايد په جومات او بيلا بيلي ځايونو کې مو له ديني عالمان څخه د جنت او دروزخ په اړه ډير څه اوريدلي وي.
د جنت ډول ډول نعمتونه ، شنته باغونه ، د شيدو او شاتو د روانو ويالو په اړه به هم اوريدلي وي.

خو موږ نن په دغه ليکنه کې د جنت په سبوليک او په روان ژوند کې په معنايز اړخ خبرۍ کوو. په دې دنيا کې جنت هم شته او دوزخ هم.
هر انسان ځانته په خپله جنت او دوزخ دواړه جوړولای شي. دا په موږ پورې اړه لري چې په چنت کې اوسو او که په دروزخ کې.

جنت که څه د پريمانه نعمتونو او خوشاله ژوند سمبول دی، جنت هغه خوشالي ده چې موږ يې په لټه کې يو او يا يې همدا اوس مهال يې لرو.

زه خپله همدا اوس په جنت کې اوس او تاسو ته دا ليکنه کوم ځکه خپل ژوند مې په ځان نه دی تنګ کړی د ژوند هري بدی ته مې يوه د حل اسانه لار ټاکلي او تل مې کوښښ دا وي چې په خپله خپل ځان او ملګري خوشاله وساتم.

ډير ځله مې له ملګرو اوريدلي ماته وايې چې(( موږ تاته راشو غم رانه هير شي د خوشالۍ په خوند پو شو)).

که څه هم مخکي مې وويل چې جنت د نعمتونو د پريمانۍ سبول دی’ خو زړه مې غواړي دا خبره ليږ روښانه کړم.
جنت دا نه معنا چې په ژوند کې له هر ډول نعمتونو برخمن يې بلکي جنت دا معنا له عذاب، غم ، درد او تکليف څخه هم خوند واخلي.
ځکه تکليف، غم ، درد او داسي نور د ژوند د ترازو يو اړخ دی که غم نه وي د خوشالي په خوند نشو پو کيدلای. که درد نه وي ارام نشو پيژندلای. او داسي نور.

نو که غواړئ خپل ژوند ځانته جنت وګرځوئ د طبعت له هر شي خوند واخلۍ د خدای يوه ډالۍ او پيروزينه يې وبولۍ تاسو د طبعت د داسي شيانو واکدارن ياست چې که نه وي په ډير روپو او شتو يې نه شو اخستلای.

که په زحمت ، درد تکليف او غم کې را ګير ياست په دې مه خفه کيږئ. ځکه دا د خدای له لوري په تاسو يوه پيرزوينه ده ، په خوشالي او حوصله سره يې و زغمئ.
ځکه ډيری وخت په دنيا کې تلکيفونه د خدای په دوستانو او ښو خلکو راغلي تر ټولو ډير زحمتونو انبياوو او پيغمبزانو ګاللي دي.
تکليف ، زحمت ، او درد په دنيا کې ژوند ته د تياريدني او جوړيدنې يوه غوره لار ده.

خو که مو په ژوند کې د نعمتونو پريمانې وي خوشاله ژوند لري شکر پرې وباسئ خپله خوشالي له نورو سره نمی او ګډه کړئ تر څو نور هم ستاسو له خوشالۍ برخمن او تاسو هم د هغه په خوشاله ليدو لا خوشاله شئ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.