ايران کې د يوې افغانې کډوالې په مخ ترخه څپېړه

ايران کې د يوې افغانې کډوالې په مخ ترخه څپېړه

خبريال وېبپاڼه/ په ايران کې د يوې افغانې کډوالې سره بيا بد رفتاري شوې ده، په تهران کې د افغان کډوالو د يوې ټولنې استازو د افغانستان سفارت ته په دی هکله شکایت کړی دی.

په ټولنيزو رسنيو کې اوس هغه ویډيو لاس په لاس کېږي په کومه کې چې ښودل کېږي چې د ايران هېواد يو پوليس په تهران کې يوه افغانه مېرمن په څپېړه وهي او د ټولو خلکو په وړاندې د هغه سپکاوی کوي.

ويل کېږي دغه افغانه کډواله د تهران د عسکراباد په سيمه کې د خپل یو اداري کار د حل لپاره تللې وه چې د ايراني پوليس د شدت او سپکاوي سره مخ شوه.

په ايران کې د افغان مهاجرو زياتوالی او د ډېر وخت لپاره ددوی هلته پاتې کېدل ددې سبب شوي دي چې ددوی په وړاندې په دې هېواد کې تاوتريخوالی ورځ تر بلې زيات شي.

د يوې خوا په دې هېواد کې د افغان کډوالو سپکاوی کېږي د بلې خوا بيا له همدې کډوالو څخه ایران ملېشې جوړوي او نورو هېوادونو ته یې د جګړې لپاره استوي، ددې ښه مثال د سوريې جګړې ته د زرګونو افغان کډوالو استول دي، ايران همدارنګه دا کډوال د فاطمیون تر نامه لاندې په یوه مذهبي ډله کې سره راټول کړي دي‌او تېره اونۍ یې د افغانستان حکومت ته وړاندیز وکړ چې ددې ډلې څخه کولی شي د داعش په وړاندې کار واخلي.

امنیتي او د چارو نورو شنونکو د ایران دا وړانديز خطرناک وباله‌ او ويې ويل چې دا تهران نیت ښه نه دی، پوهان وايي ايران په دې بهانه او طريقې سره غواړي د افغانستان ملي پوځ ته لاسپوڅي وردننه کړي او د افغانستان په پوځ کې خپلې ريښې پراخې کړي.

د افغان کډوالو په حق د وروستي ظلم سره په هېواد کې د افغانستان سفارت ژمنه کړې ده چې دا قضيه به تعقيبوي، په تهران کې د افغانستان سفارت ويلي دي چې دوی د افغان کډوالو شکایت ترلاسه کړی دی او د ايراني چارواکو سره یې ددې پېښې په هکله خبرې کړې دي، تهران کې افغان سفارت وايي چې ايراني چارواکو د قضيې د څېړلو کله ژمنه ورسره کړې ده.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More