The news is by your side.

پاکستان هغه چينايي واکسين اخلي په کوم چې پخپله په چين کې بنديز لګېدلی

پاکستان هغه چينايي واکسين اخلي په کوم چې پخپله په چين کې بنديز لګېدلی
خبريال وېبپاڼه/ پاکستاني چارواکو خبر ورکړی دی چې د ساينو کمپنۍ له لوري جوړ شوی واکسين د چين څخه اخلي، د پاکستان د حکومت دپلان جوړؤنې مرکزي وزير اسد عمر پخپل ټویټر کې لیکلي دي چې د چين څخه يې په لومړي پړاو کې د‌۱۲ لکو کورونا ويروس واکسین د ترلاسه کولو توافقنامه لاسليک کړې ده.

پاکستان په داسې حال کې د چین واکسین اخلي چې پخپله د چين د ساينو کمپنۍ دا واکسين نه کارول کېږي، د چين د حکومت سفير په استانبول کې د خبرترک چينل ته وويل چې دا ساينو کمپنۍ واکسین په چين کې په عام ډول نه کارېږي بلکې صرف په عاجل ډول په ځینو ځایونو کې کارول کېږي.

د ساينو کمپنۍ وايي واکسين یې په سلو کې ۷۹ سلنه اغیزمن ثابت شوی دی، خو ساینس پوهان په غربي هېوادونو کې د چين دې واکسين ته د شک په سترګه ګوري، ځکه دا واکسين د انساني تجربو له دريم پړاو څخه لانه دی تېر شوی.

د کورونا ويروس ترټولو باوري واکسين تر اوسه د جرمني او امريکايي شرکت بيوتېک او فايزر واکسين ښوودل کېږي، د بيوتیک او فايزر شرکت واکسين په سلو کې تر ۹۶ سلنه لوړ تاثير لري.

که څه هم پاکستاني چارواکو ويلي دي چې دا واکسین به لومړی روغتيايي کار کوونکو ته ورکوي او بيا يې هغه کسانو ته ورکوي چې عمر يې د ۶۵ څخه لوړ وي خو پخپله تراوسه ددې هم دقیق ثبوت نشته دی چې دا واکسين کاروونکی شخص دې بيا په دې ويروس نه اخته کېږي.

د ساينو کمپنۍ واکسین تراوسه برازيل، اوکراین، ترکيې، چيلي او انډونیزیا اخيستی دی، په ترکيه کې د خلکو او پوهانو له لوري په حکومت نيوکې کېږي چې ولې ترټولو خوندي د جرمني واکسين نه اخلي په داسې حال کې چې د چين هغه واکسين اخلي چې تراوسه د دريم پړاو له تجربو څخه هم نه دی تېر شوی.

اټکل دادی چې پاکستان دې د خراب اقتصادي حالت له کبله په دې ونه توانېږي چې باکيفيته واکسين ترلاسه کړي، د بلې خوا کېدی شي پاکستان چین ته ددې واکسین پيسې هم ورنکړي او په مقابل کې یې يو څه ورباندې وپلوري او يا هم يو څه په کرايه ورکړي.

اقتصادي او امنیتي پوهان وايي پاکستان ورځ تر بلې د چين په پورونو کې ډوبېدونکی دی او کله چې دا پور ادا نکړي نو چين ته بيا کله بندر کله بل د ډېر زيات وخت لپاره ورپرېږدي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.