The news is by your side.

ژر باید د جګړې پر ختم  توافق وسي

خبریال ویبپاڼه/ خبرد بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د جګړې پر دوام اندېښنه څرګنده کړې او ویلي يې دي چې باید د جګړې د ختم لپاره اقدام وسي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې د بین لافغاني مذاکراتو په لومړیو کې دي اول د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره کار وسي او باید خوندي کړل سي خو تراوسه پوري په دې هکله هیڅ اقدام نه دی سوی.

د افغانستان په پلازمینه او یو شمېر ولایتونو کې نژدې هره ورځ د وژنې پیښي رامنځ ته کیږي او په دې وروستیو کې پر خبریالانو او مدني قعالانو بریدونو، زیات سوي  چې زیاتي اندېښنې يې را پارولې.

له دې پيښو وروسته یو شمېر سازمانونو اندېښنې ښودلې او د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې د جګړې ختم لپاره باید ژر توافق ترسره سي.

د سولې بین لافغاني مذاکرات یوځل بیا پیل کیږي او خلک ورته ډیري هیلې لري.

د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د چارو مسوول په تازه څرګندونو کې ویلي دي افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې په وروستیو کې تر ټولو ډېر بشري حقونه پکې تر پښو لاندې سوې دي، جګړې شدیدې شوې دي.

دې سازمان پر هدفي وژنو هم ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

تراوسه پوري په يو شمېر ولایتونو کې د هدفي وژنو په ترڅ کې ګڼ شمېر خبریالان، او مدني فعالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې اوس مهال ډیرو خپل هېواد پرېښودلو او یاهم کار پرېښودلو ته مخه کړې، پرهمدې مهال نورې اندېښنې  هم په زیاتیدلو دي او له دولته د خبریالانو او فعالانو د امنیت نیولو غوښتنه سوې خو دولت تراوسه نه دی  توانیدلی چې د خبریالانواو عامه امنیت کابو کړي.

تراوسه لاهم د جګړې زیاتیدلو احتمال سته که څه هم پخوا به د ژمي په موسم کې د جګړې ډګر سړېدی خو سږ کال په ژمي کې هم خلک له نا امنۍ سرټکوي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance