The news is by your side.

نړۍوال باید د خبریالانو او مدني فعالانو ژوند ته پام وکړي

خبریال وېبپاڼه/ فارین پالیسې نشریه لیکي، په افغانستان کې د خبریالانو او مدني فعالانو وژنې د بیان ازادي پر وړاندې د خطر زنګ دی او نړۍوال باید دغه جدي مسله تر غور لاندې ونیسي.

یادې نشریې په خپله یوه لیکنه کې ویلي دي چې تېر میلادي کال په افغانستان کې شاوخوا ۱۳۶ ملکي وګړي او ۱۶۸ نظامیان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

دغه نشریه زیاتوي،  چې د مدني ټولنې پر فعالینو او خبریالانو برید د جدي اندېښنې وړ مسئله ده چې نړیوال یې باید په اړه غبرګون وښيي او د هغوی د ژوند پر وړاندې د خطر د دغه زنګ د کړنګولو مخه ونیسي.

 سرچینې دغه راز ویلي چې امریکا د لومړي ځل لپاره طالبان د هدفي وژنو او نښتو تر شا بللي دي او ښايي رښتیا همداسې وي ځکه طالبانو هڅه کوي چې له دې لارې د خلکو لخوا پر حکومت فشارونه زیات کړي.

 فارین پالیسي په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ویاند سني لګېت له خولې ویلي چې طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي، هدفي وژنې پای ته ورسوي او د اوربند لپاره تیاری ونیسي.

که څه هم په کابل او نورو ولایتونو کې د وروستیو هدفي وژنو مسوولیت طالبانو نه دی منلی، خو د امریکا په شمول افغان حکومت او یو شمېر نورو بنسټونو دغه کار د طالبانو بللی.

طالبان بیا پړه پر حکومت وراچوي او ولس ګونګ دی، چې دا بریدونه اوس څوک کوي، ځکه نه یې عاملین نیول کېږي او نه یې مسوولیت کومه ډله اخلي.

داسې ښکاري چې دغه لړۍ په حکومت کې دننه د کومې کړۍ لخوا پیل شوې او غواړي د بیان ازادي او هغو اشخاصو د فعالیتونو مخه ونیسي، چې پر حکومت روا نیوکې کوي او یا حقیقت ښکاره کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.