The news is by your side.

د مایک پامپیو ټويت، طالبانو ته پېغور که افتخار و.

خبریال ویب پاڼه:د نوي ۲۰۲۱ میلادي کال په رابرسېره کېدو سره، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر میک پامپیو پخپل ټوېټر باندې یادونه وکړه، چې په تېر کال کې ددوی هېڅ یو امریکایي عسکر په افغانستان کې نه دی وژل شوی او هم یې وویل چې اوس افغانان پخپلو کې سره په بین الافغاني مذاکراتو بوخت دي.

د مایک پامپیو د څرګندونو هدف دا و چې دوی خو په حقیقت کې د طالبانو سره یوې هوکړې ته رسېدلي چې په ۲۰۱۹ م کال د فیبروري په میاشت کې د طالبانو سره په دوحه کې لاسلیک کړه.
ددې هوکړه لیک یوه ماده دا وه چې امریکایان به د ۱۴ میاشتو په موده کې افغانستان څخه ووځي او طالبان به په دې موده کې په دوی باندې ډز نه کوي.

په تېر کال کې د هېڅ امریکایي نه وژل کېدل، په اصل کې د امریکا- طالب د قرارداد په پایله کې شوي.

د مایک پامپیو د ټويټ نه دوه ورځې وروسته، طالبانو هم یو اعلامیه خپره کړه، په اعلامیه کې دوی وایي چې طالبانو پخپل تعهد وفا کړې او داده تر اوسه مونږ(طالبانو) په امریکایي عسکرو برید نه دی کړی او کچېرته د افغان حکومت سره هم هوکړې ته ورسېږو نو پخپل تعهد به همدغه ډول ولاړ یو.

دا په داسې حال کې ده چې په تېر ۲۰۲۰ میلادي کال تر نومبر میاشت پورې، د ملل متحد د راپور له مخې، تر ۶۰۰۰ بېګناه افغانان مړه او زخمیان شوي دي، راپور زیاتوي چې ددې انساني تلفاتو ۴۵% فیصده مسؤلیت د طالبانو په غاړه دی.

د مایک پامپیو ټويت ته د افغانانو غبرګون

د هېڅ یو امریکایی عسکر، د نه وژل کېدلو د خبر خپرولو سره، په ټولنیزو رسنیو کې افغانانو سخت غبرګون ښکاره کړو. عامو خلکو په طالبانو سختې نیوکې وکړې او ددوی دا کار یې د اسلام او افغاني ارزښتونو خلاف عمل یاد کړ.

افغانان په طالبانو نیوکه کوي چې ولې دوی د یو خارجي، چې د طالبانو په اصطلاح یرغلګر دې، او دا یرغلګر بیا له دوی سره هېڅ ډول دیني، فرهنګي، قومي، تاریخي او ژبنیز شراکت هم نه لري، د سولې تړون لاسلیک کړ، بل اړخ ته بیا افغانانو سره، چې طالبان غواړي په راتلونکي کې په دې خلکو او خاوره حکومت هم وکړي، ډز بندي خو ونکړه، لا یې جنګ ته د افغان ولس او حکومت په خلاف زور ورکړ.

یو خوا په یو کال کې د یو امریکایي عسکر نه وژل کېدل، چې ددې جګړې اصلي عامل او طرف هم دی. او بل خوا بیا په ۹ میاشتو کې تر ۶۰۰۰ افغانانو وژل او ټپي کېدنه، د طالبانو لپاره یو تاریخي بشري جنایت او خیانت دی.

د طالبانو څخه د افغانانو د غوښتنه

دا یو واضحه خبره ده چې همدې امریکا د طالبانو حکومت د پاکستان په لاس ړنګ کړ، دا بیا په داسې حال کې و چې پاکستان، ځان د طالب خواخوږی او طرفدار ګڼلو، دا هم معلومه شوه چې پاکستان ته د خپل هېواد ساتل تر هر څه لمړیتوب لري. هغوی ته اسلام او یا افغانان کوم اهمیت نه لري، او نه هم د اسلامي خواخوږی په نوم څه پېژني. د پاکستان یواځنی شعار دا دی( سب سے پهلے پاکستان) او ددې شعار لپاره هغوی تر اسلام، ګاونډیتوب او انسانیت هم تېر دی، ددې لوی مثالونه د طالبانو د مشرانو سره، د پاکستاني پوځ او استخباراتو ظلمونه او په امریکا خرڅول یادولای دي.

افغانان د طالب نه همدا سوال کوي چې مونږ د کومو اسلامي اصولو او احکامو په رڼا کې وژنئ؟
طالب که په رښتیا غواړي چې دلته حکومت وکړي، نو پخپل رعیت دې رحم وکړي، نور دې د نه امریکایي وژل کېدلو مثال، د هېڅ یو افغان نه وژل کېدلو مثال، یو تاریخي مثال د ۲۰۲۱ م کال لپاره پرېږدي، تر څو په تاریخ کې شرمنده او په لمن یې لکه د بامیانو د بتانو نړول اور داغ، لږترلږه یو د شرم دا د افغان او مسلمان وژنې داغ راکم شي.

په پای کې دا یادول غواړم چې د مایک پامپیو ټويټ طالبانو ته یو پېغور دی او تاریخ کې به د طالبانو په لمن د شرم یو لوی داغ وي چې هرــ څوک به یې دوی ته د مثال او متلونو په ډول یادوي. طالبانو ته په کار و چې د فخر کولو پا ځای یې وژل شوو افغانانو څخه بښنه غوښتې وه او سم دستي یې د همغه ټويت نه وروسته د اوربند یو تاریخي غږ پورته کړی و، دې سره به افغان وژنې ته د پای ټکی ایښودل شو ؤ او هم به د ولس په زړونو کې د نفرت په ځای دوی ته مینه پیدا شوې وه.
ع.ح.خلیل

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.