The news is by your side.

خلیلزاد وايي، افغان جګړې زړه را شین کړی، نور باید اوربند وشي

خبریال وېبپاڼه/ د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد بیا د سولې په سفر وتلی او دا ځل یې پاکستاني چارواکو سره کتلي دي.

خلیلزاد په ټوېټ پیغامونو کې لیکي، چي د پاکستان د پوځ مشر قمر جاوید باجوه سره یې د سولې په اړه تر هر اړخیزو بحثونو وروسته دوحې ته سفر کړی او هلته به د مذاکراتو دویم پړاو له نږدې څاري.

نوموړي ویلي چې له باجوه سره یې د افغانستان په روان وضعیت او سولې خبرې کړې دي او دواړو لوریو هیله څرګنده کړې چې باید نور د جګړې ټغر ټول شي.

هغه ټینګار کړی، چې نور په افغانستان کې روانه جګړه په ځانګړي ډول هدفي وژنې د منلو وړ نه دي او د خبرو په دویم پړاو کې باید ژر تر ژره اوربند وشي.

خلیلزاد داسې مهال د اوربند خبره کوي چې په افغانستان کې د جګړې ډکر لا هم تود دی او هره ورځ د دواړو لوریو لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

که څه خلیلزاد وايي چې د مذاکراتو دویم پړاو کې باید پر اوربند خبرې وشي، مګر د طالبانو له روانو کړنو داسې ښکاري چې د خبرو له پیل سره سم به د امتیاز اخیستو په خاطر جګړې ته لا شدت ورکړي.

هاخوا بیا د ملي امنیت رییس احمدضیا سراج پرون ولسي جرګه کې د خبرو پر مهال وویل، چې داسې استخباراتي مالومات یې ترلاسه کړي چې طالبان به په نوي کال کې جګړې ته لا شدت ورکړي.

د همدې ناوړه وضعیت او د امنیتي سکټور د کمزوری له امله یو شمېر خبریالانو او مدني فعالانو وطن پریښي او د خپل سر د ساتنې غم اخیستي، هغه څه چې تېر تاریخ تکراروي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.