The news is by your side.

د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد دوحي ته رسيدلی!.

خبريال وېب پاڼه: د افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد دوحی ته رسیدلی دی ښاغلی خليلزاد پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي”دوحې او سيمې په ته په دې هيله راګرځيدلی يم چې د سولې په دې پړوا خبرو کې به محسوس پر مختګ وشي. دواړه لوري بايد وښيي چې د افغانانو د ګټو لپاره جوړجاړی کوي او د يوې سياسي حل لارې په اړه هر څومره ژر چې ممکن توافق کوي, تاوتريخوالي کچه راټيټوي”.

خليلزاد همدا راز ويلي, د تاوتريخوالي دوام او هدفي
وژنې د سولې د پروسې د ناکامولو هڅې دي.

خليلزاد تر دی مخکې پاکستان ته هم تللی وه او هلته يې د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه کتلی چې د افغانستان سولې لپاره يې د ګډی همکارۍ ټينګار کړی دی.

د افغانستان سولې لپاره د خليلزاد ماموريت دا دي چې”په افغانستان کې د روانې ۲۰ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د جګړي دواړه غاړي يوې سياسی روغي جوړي ته وهڅوي او تاوتريخوالی پای ته ورسيږي”.

د افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چاور وزارت استازي زلمی خليلزاد په مشرۍ د امريکا لاسته راوړني!

په افغانستان کې د روانې جګړې د پای رسولو په موخه له ۲۰ کاله جګړې را وروسته په لومړي ځل امریکا په دې وتوانيده چې له طالبانو سره د روانې جګړې د پای ته رسولو په موخه مخامخ خبرې وکړي او د دغه ماموريت لپاره یې یو افغاني الاصله امریکایي سیاستوال د خپل ځانګړي استازي په توګه وګوماره، دا په افغانستان کې د سولې راتلو او روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره تر ټولو مهم او هیله‌بښونکی گام وه چې په بريا سره پای ته ورسیده.

خو، اوس مهمه داده چې د طالبان او افغان دولت هم يوې پايلی ته ورسيږی او جګړه ختمه شي چې دا خبره د افغانانو لپاره ډيره ارزښت لرونکی ده.

په بل اړخ کې د افغان سولې په اړه د جګړې د ښکېلو لورو ترمنځ د باور رامنځته کېدو وروستي پرمختګونه هم هيله‌بښونکي دي. په دې برخه کې هم د خلیلزاد د ماموریت په لومړیو کې د پاکستان له زندانونو څخه د دریو طالب چارواکو خوشې کېدل، دغه‌راز په قطر کې د طالبانو له سیاسي دفتر سره له ګواتنامو زندان څخه د خوشې شوو طالب چارواکو یو ځای کېدل هغه موارد دي، چې د سولې د روانو خبرو د بريا په اړه يې هیلې را پیدا کړې دي.

پر دې سربېره د طالبانو له لوري له امریکا سره د خبرو په اړه خوشبیني او د خبرو د دوام غوښتنه هم هغه ټکی وه، چې د سولې د خبرو د بریا لپاره هیلې له ځان سره لرلی.

همداراز د مسکو په غونډه کې طالبانو ويلي وه،”که بهرنیاون ووځي، نو دوی به له افغانانو سره هیڅ ډول ستونزه ونه لري او ټولې کورنۍ ستونزې به د خبرو له لارې حل کړي. دا هغه قضيه ده چې د بين‌الافغاني مذاکراتو لپاره هيلې رامنځته کړي او اوس تمه کېږي، چې طالبان په کور دننه له  افغان دولت سره د خبرو له لارې هوکړې ته رسیږي”.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.