The news is by your side.

مدني فعالانو ته خطر! ناهېده حکېمی منګل هم افغانستان پريښود.

خبريال وېب پاڼه: مدني فعالې او د پکتيا ولايت د ځوانانو د پارلمان غړي ناهيده حکيمی منګل هم د امنيتي ګواښونو او د هيواد د بدو ورځو له امله له هيواد بهر د مسافرت شپو او ورځو ته مجبوره شوه.

ناهيده حکيمی منګل د هيواد تکړه مدني فعاله ده چې هر وخت يې د هيواد د مظلوم ولس ږغ تر دولتي ادارو رسولی دی او هر وخت يې د مظلوم ولس ملاتړ کړی دی.

هيواد کې مدني فعالانو او ژورنالستانو ته شته امنيتي ګواښونو له امله ګڼ شمير مدني فعالان او ژورنالستان د هيواد پريښودو ته مجبور شول.

اغلې منګل دا خبر په خپله فسبوک پاڼه کې خپور کړی دی او ليکلي يې دي،”مجبوریت هم ډېر وخت انسان داسې څه ته وهڅوي، چې سړی یې په اړه حتا فکر هم نه شي کولئ. دا زما لپاره ډېره سخته ده چې زه مې خپل وطن پرېږدم او د مسافرۍ ترخې شېبې به ګالم، وطن او ولس مې له ځانه راته ډېر ګران دي او ارمان مې دی، چې د خپلې خاورې او خلکو لپاره ستړیا او ستومانۍ وګالم؛ خو روان بدمرغه وضعیت دا هر څه په اوبو لاهو کړل او مجبوره یې کړلم، چې د بد امنیتي وضعیت او بېشمېره تهدیدونو له امله د یو څه وخت لپاره له خپلې خوږې خاورې لرې شم او په هند کې ژوند پیل کړم.

زما هیلې ډېرې لوړې دي، خدای به دلته سوله حاکمه کړي، هیڅ انسان به نه وژل کیږي، ژوند به وي او له خپلو کورنیو سره به په ارامۍ ژوند کوو، بیا به راځو او خپلو خلکو ته به د مرګ تر شېبې خدمت او چوپړ کوو.

ډېره سخته ده، چې زه مې په داسې یو حالت کې خپل احساسات کنټرول کړم؛ خو یوه لنډۍ باندې به خپلو نا ارامو زړونو ته تسکین ورکړو.

زړګی مې ستړی، ستړی کېږي
یا مې مرګی دی یا ورکېږم له وطنه”.

مدني فعالان له حکومته د هغو ډلو نيول او له منځه وړل غواړي چې دوي ته ګواښونه جوړوي خو، حکومت يې په نيولو کې پاتې راغلی چې له امله يې ګڼ شمير علمي قدرونه، مدني فعالان او ژورنالستان د هيواد پريښودو ته مجبور شول.

دوي وايې ترهغه به بيرته هيواد ته ستان نه شي چې ددوي د امنيت لپاره پاملرنه و نه شي او ددوې د امنيت ضمانت و نه شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.