The news is by your side.

د ملي تدارکاتو د کمیسیون مشر له هېواده وتښتېده

خبريال وېبپاڼه/ عمر الهام هوتکي بلاخره د هېواد څخه په تېښته بريالی شو، نوموړی چې د هېواد دننه د فساد تر درنو تورونو لاندې و د مرکزي اسيا له لارې د هېواد څخه خپلې پښې سپکې کړې دي.

عمر الهام هوتکي چې ډېره موده د ملي تدارکاتو د کمیسیون مشر و په ګڼو برخو کې د فساد له تورونو سره مخ و، اوس ويل کېږي چې دی ازبکستان ته د ناروغۍ په بهانه تللی و او له هغه ځايه همداسې تښتېدلی دی.

هوتکي د فساد پلار
هوتکي په فساد کې ځانګړي ريکارډونه لري، له هېواد څخه تېښتېدل په دې باندې لګېدلي تورونه نور د تورونو څخه لرې کوي او ثابتېږي چې هوتکي صيب غل او مفسد و.

نوموړی په دې تورن و چې د ملي پوځ د اړتیاو لپاره یې په ځانګړو شويو پيسو کې فساد کړی دی او د ملي پوځ له خولې یې پيسې وهلي او خپل عيش او عشرت یې ورباندې کړی دی.

د ولسي جرګې د ځینې غړو په وينا چې هوتکي د ملي اردو لپاره د وريجو اخيستلو په یوه قراداد کې فساد کړی و، هوتکي د وريجو هخوا د پوځ لپاره د تېلو د اخیستلو په یوه قراداد کې هم ډېر ستر فساد کړی و، هوتکي په دې بسنه نه وه کړې او ان د ملي پوځ لپاره یې د ملي پوځ د ټپيانو لپاره يې په رانيول کېدونکو درملو او طبي موادو کې هم فساد کړی و‌.

ولسمشر غني يې ترڅنګ ولاړ و
د ډېرو مفسدینو په شان د هوتکي صيب تر شاه هم د ولسمشر غني ملاتړ موجود و، دوهم متفکر په داسې حال کې چې هوتکي د ملي تدارکاتو د کمیسیون مشر و په عين حال کې د چارو د ادارې مشر هم ټاکلی و چې ورباندې د خلکو او ولسي جرګې له لوري توند انتقادونه وشول.

ولسمشر غني په داسې حال کې الهام هوتکي د چارو د ادارې مشرۍ ته ټاکلی و چې له يوې خوا یې يوه رسمي دنده چې مسؤلیت او پر مخ بيول یې ګران و درلوده او د بلې خوا د فساد له کلکو تورونو سره مخ و چې ډېری دا تورونه ډېر جدي و، ددې تورونو جديت له همدې ښکاري چې هوتکي نن د تېښتې لاره غوره کړه.

هوتکي هم له هغه ټاميانو څخه و چې د ولسمشر غني ترلاس لاندې یې کار کاوه، ښوی ټامي د همدې ولسمشر له لوري د تدارکاتو د کمیسیون مشر وټاکل شو او ځان يې د ځوان نسل استازی او د افغانستان لپاره صادق خادم باله.

استانبول او واشنګټن
د هوتکي فساد تر افغانستان هېڅ وخت محدود نه و، دی په هغه فساد نه مړېده مې په افغانستان کې يې کاوه، هوتکي په امريکا کې د افغانستان د سفارت د دېوال د فساد په قضيه کې هم دخيل و، ددې ترڅنګ په استانبول کې د قونسلګرۍ د ودانۍ په فساد کې یې هم نوم موجود و.

حکومت ولې په وخت اقدام ونکړ
پوښتنه داده چې حکومت ولې دې ته‌ اجازه ورکړه او یا یې غفلت وکړ چې هوتکي به افغانستان څخه وتښتي، د هوتکي له هېواد څخه وتل بايد ډېر وخته ممنوع اعلان شوي وی.

ولې ده ته دا فرصت په لاس کې ورکړل شو چې له هېواد څخه داسې خلاصې تڼۍ خپلې پښې سپکې کړي، هوتکي د افغانستان د مدافعینو د افغانستان د ساتلو د ملي اردو له ټپونو څخه درمل غلا کړل، هغه د همدې پوځ د خوراک څخه د خپل هوس لپاره غلا وکړه.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance