The news is by your side.

خبريالانو ته خطر! عصمت قانع افغانستان پريښود.

خبريال وېب پاڼه: د افغانستان وتلې او تکړه ليکوال او ژورنالست عصمت قانع هم د بدو ورځو له امله افغانستان پريښود او بهر ته ولاړ، عصمت قانع په خپله فسبوک پاڼه ليکلي” ملګرو بدو ورځو له هيواد وشړلم دعا راته کوئ”.

عصمت قانع د هيواد تکړه ليکوال او ژورنالست دی چې کلونه يې د هيواد په خدمت کې تېري کړي دي خو په دی وروستيو کې په هيواد کې د ژورنالستانو پر وړاندی تاوتريخوالی زور اخيستی چې له بده مرغه د هيواد دغه تکړه علمې قدر هم د هيواد پريښودو ته مجبور شو او د نا چارۍ له وجهی يې له هيواد څخه بهر د مسافرت بدو شپو او ورځو ته غاړه کيښوده.

دا په داسی حال کې ده چې دې وروستيو کې په هيواد کې د ژورنالستانو او مدني فعالانو هدفي او ځنځيري وژونو زور اخيستی چې ګڼ شمير ژورنالستان او مدني فعالان يې د هيواد پريښودو ته اړ ويستل.

خبريالان او مدني فعالان د دوي د امنيت د خونديتوب په برخه کې حکومت په ناغيړۍ تورنوي او وايې د حکومت بي غورۍ دوي د هيواد پريښودو ته اړ ويستل.

د عصمت قانع ترڅنګ ځينو نورو ژورنالستانو او مدني فعالانو هم په هيواد کې د بدو ورځو له امله هيواد پريښود او په بهرنيو هيوادونو کې د مسافرت شپي او ورځي تېروي.

دوي وايې ترهغه به بيرته هيواد ته ستانه نه شي ترڅو چې ددوي د امنيت ضمانت و نه شي.

که څه هم څو ورځي وړاندي کابل پريس او د ژورنالستانو د دفاع کميټې له نړيوالو ټولنو او افغان دولت څه د خبريالانو د خوندیتوب غوښتنه کړي وه او د حکومت خبرونه يې تحريم کړه او له حکومت سره يې پريکون اعلان کړ خو لا تراوسه په هيواد کې د خبريالانو برخليک نه دی معلوم.

ځينې امنيتی سرچيني په هيواد کې د ژورنالستانو او مدني فعالانو هدفي او ځنځيري وژني د “عبيده کاروان” په نوم د وسله والو طالبانو يوې شبکې پلان شوی کار ګني خو وسله وال طالبان دا ادعاوي بیا ردوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.