The news is by your side.

سلام رحیمي او د مذاکراتي ‌ټیم (۵)‌ غړي‌دوحې ته نه دي تللي

خبریال وېبپاڼهد افغانستان له ارګ څخه سرچینو خبریال وېبپاڼې ته وویل چې د حکومت د مذاکراتي ټیم شپږ غړي لا دوحې ته نه دي رسېدلي.

په دغو غړو کې سلام رحیمي په دوبۍ؛ نادر نادري کابل؛ فوزیه کوفي کابل؛ ډاکتر رسول طالب د امریکا متحده ایالات؛ متین بیګ د امریکا متحده ایالات او فاطمه ګیلاني بریتانیا کې دي .‌

د افغان حکومت د سولي د مذاکراتي ټیم دوحې ته رسېدلو غړو نن په قطر کې په افغان سفارت کې هغه کتاب کې د افغانستان د پخواني سفیر ښاغلي دلیلي په تړاو خپل خاطرات ولیکل.‌

خبریال وېبپاڼې ته سرچینو وویل چې د پلاوي نېژدې ټول غړي افغان سفارت ته تللي وو او دافغان پلاوي تر ورتګ وړاندي هلته تر (۴۰) زیاتو سفیرانو خپل خاطرات لیکلي وو.

افغان پلاوی به نن د مرحوم دلیلي کورته د فاتحې په موخه ورځي او اټکل دادی چې د طالبانو او افغان حکومت د مذاکراتي ډلو د تماس ګروپونه چې د دواړو لورو به دوه دوه کسان وي نن غونډه کوي او د راتلونکې غونډې لپاره به تسمسم نیسي.

په قطر کې د افغان پلاوي نه بشپړتیا ښايي ددې سبب شي‌چې سبا د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ غونډه وځنډېږي؛ تر دې وړاندي ټاکل شوې وه چې سبا ته دواړه لوري یوه عمومي غونډه وکړي.‌

بل لورته طالب سرچینې وايي چې د دوی د مذاکراتي ټیم ځیني‌غړي ښايي له پاکستان نه نن قطر ته ورسېږي.

طالب سرچینو خبریال وېبپاڼې ته وویل چې ددوی درې غړي‌لا هم نه دي‌را رسېدلي او داسي خبرونه هم تر لاسه شوي دي چې ښايي د دطالبانو په پلاوي کې جزوي تغیرات هم راغلي وي.

دافغان مذاکراتي ټیم غړي هم دا منيچې یو شمېر کسان یې لا نه دي را رسېدلي او د شخصي کارونو په موخه په بهرنیو هیوادونو یا کابل کې بند پاتې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance