The news is by your side.

طالب مشرانو نن اسلام اباد کې غونډه درلوده

خبریال وېبپاڼهد طالبانو د کوټې شورا وايي چې د قطر له دفتره پاکستان ته تللي طالب مشران نن په اسلام اباد کې له پاکستانيچارواکو سره پټه غونډه لرله او سبا به قطر ته ستانه شي.

په دغو کسانو کې چې مشري یې ملا برادر کوي‌ د برادر په ګډون : ملا فاضل؛ملا نور الله نوری ؛ ملا عمري (خوستوال) عبدالطیف منصور؛ د ملا عمر اخوند ورور ملا منان عمري؛ شیخ عبدالحکیم؛ ملا قاسم؛ ملا فرید چې په ملا شیربن شهرت لري  او انس حقانيشامل دی.

پاکستان ته تللی طالب پلاوي کې د دوی ویاند ملا نعیم تر دوی وړاندي قطر ته ستون شو او تر ملا نعیم وروسته نور څوک پاکستان نه قطر ته نه دي تللي.

د طالبانو د مذاکراتي ټیم غړي قرار وو چې تېره یکشنبه قطر ته ستانه شي خو پلان یې وځنډول شو، او هم دا راز تېره ورځ هم دوی د تګ پلان لاره او د اسلام اباد له هواييډګره پاکستاني‌ چارواکو بېرته ستانه کړل.

د کوټې شورا یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي‌ خبریال وېبپاڼې ته وویل چې طالب مشرانو نن په اسلام اباد کې له استخباراتي چارواکو سره لیده کاته کړي‌ دي.‌

پاکستان ته په تللیو طالب مشرانو کې یو له زندان نه په شرط خوشي شوی د حقانيشبکې غړی او د مشر حقانيصیب کشر زوی انس حقاني‌دی چې دافغان حکومت له لوري پرې د سفر بندیزونه لګېدلي وو؛‌نوموړی تر نورو طالب مشرانو وړاندي‌اسلام اباد او وروسته پېښور ته تللی وو.

په قطر طالبان او د حکومت موجوده ټیم دواړه دا مني چې سبا مذاکرات نه پیل کېږي‌او د سولي دوهم پړاو خبرې د طالبانو د ټیم د نه شتون له وجې له ځنډ او خنډ سره مخامخ دي.

تر اوسه لا دا څرګنده نه ده چې طالب مشرانو ته به په وروستۍ غونډه کې د پاکستان له لوري کوم هدایت ورکول شوی وي، خو ددې خبرې پخلی شوی چې طالب مشران لا هم اسلام اباد کې دي‌او سبا به قطر ته سفر کوي.

ډېری طالب مشران پرون نه هغه بله ورځ له کوټې اسلام اباد ته تللي وو خو ځیني‌له پېښوره او یو تن له کراچي‌ اسلام اباد ته رسېدلی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.