پښتانه خاموش کول غواړي، ثنا اعجاز پاکستاني پوليسو ونيوه

خبريال وېبپاڼه/ د پاکستان پوليسو د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښه غړې ثنا اعجاز ګرفتار کړې ده، پوليسو ثنا د خپل کور په مخکې نيولې ده.
پوليس وروسته له هغه د پښتون ژغورنې غورځنګ دا مخکښه غړې نيسي چې دې د پښتنو د يو مشر ډاکټر سيد عالم مسيد د خلاصون لپاره په یوه سوله ايز لاريون کې ګډون کړی و.
د پاکستان پوليسو څو ورځې وړاندې پښتون قامي مشر او فعال او همدارنګه د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ غړی ډاکټر سيد عالم مسيد ونیوه.
د محسن داوړ غبرګون
د پښتنو غږ خاموش کول
د پاکستان پوليس د پښتنو سوله ايز لاريون نشي زغملی او دا د ځان لپاره خطره ګڼي، که څه هم ددې هېواد په قانون کې سوله ايز لاريون ددې هېواد د وګړو حق دی خو دا چې پښتانه د پاکستان د حکومت له لوري دوهمه طبقه خلک ګڼل کېږي نو دوی ته بنسټيز حقوق نه ورکول کېږي.
ډاکټر سيد عالم مسيد يو له هغه کسانو څخه و چې د پوهې او معرفت څښتن و، تل د خشونت او تاوتريخوالي خلاف و او د هرې مسلې د حل ترټولو غوره لاره يې سوله ايز اقدامات ګڼل، خو د پاکستان پوليسو بيا هم هغه ونه زغمه او د زندان د تورو تمبو شاته يې ولېږه.
اوس چې پښتانه د خپل یوه مشر خوشي کېدل غواړي نو د پاکستان حکومت دا ځل همدا پښتانه هم د خپل مشر لپاره د غږ پورته کولو په سبب نيسي او دوی هم د زندان د تورو تمبو شاته اچوي.
ثنا اعجاز بايد خوشي شي
که څه هم استبدادي او جابر حکومتونه تل د ټولنې ويښ وجدانونه، فعال اشخاص زندانونو ته استوي خو دا چاره ډېر وخت ښه نه ده ثابته شوې او د جابر حکومت لپاره یې ډېرې ناوړې پايلې زېږولې دي.
ثنا اعجاز د پښتون ژغورنې غورځنګ هغه غړې ده چې په ډيموکراسۍ، بشري حقوقو او جمهوریت باور لري، هغه د يوې سوله ایزې ټولنې لپاره کار کوي، نوموړې د مظلمولو پښتنو لپاره په ۲۱ پېړۍ کې د هغوي بنسټيز حقوق غواړي، چې ددې د قام خلکو ته دې هم انساني او بشري حقوق ورکړل شي، ددې په قام دې د پاکستان حکومت اوس هم د انګريزانو د استعمار د وخت ستراتیژۍ نه عملي کوي.
د پاکستان حکومت بايد ژر تر ژره ثنا اعجاز راخوشي کړي، پاکستانی حکومت به په پښتنو باندې د زندانونو د ډکولو په واسطه هغوی د خپلو حقوقو د غوښتنې څخه په شاه نکړي، پښتانه بايد پرېښودل شي چې خپل سرنوشت پخپله وټاکي.