The news is by your side.

د هالنډ صدراعظم پخپله لويه خطا اعتراف وکړ

د هالنډ صدراعظم پخپله لويه خطا اعتراف وکړ

خبريال وېبپاڼه/ د هالنډ صدراعظم مارک روټې پخپله يوه خطا، چې ده لويه خطا وبلله اعتراف وکړ، ده په خپل هېواد کې د حکومت له لوري اعلان شوې د کورونا ويروس سره د مبارزې په ستراتيژۍ باندې د اپوزیسیون نيوکې ومنلې او ویې ویل چې د کورونا ويروس د واکسين په برخه کې د نورو هېوادونو څخه دوه اونۍ شاته پاتې دي.

د هالنډ په حکومت باندې د اپوزیسیون له لوري هغه مهال نیوکې زیاتې شوې کله چې نورو هېوادونو په ځانګړي ډول اروپايي هېوادونو د خپلو خلکو واکسين کول پيل کړل او په دې هېواد کې هم دا کار نه و پيل شوی.

د اپوزیسیون ترڅنګ هغه ګوندونو هم د هالنډ په حکومت نيوکې وکړې کوم چې په اصل کې د هالنډ د موجود حکومت ملاتړ کوي.

په حکومت نیوکې تر ګوندونو محدودې نه وې، بلکې ددې هېواد خلکو هم په ټولنيزو رسنيو کې خپل حکومت ګرم وباله، خلکو په حکومت له همدې کبله نیوکې کولې چې په نورو اروپايي هېوادونو کې په ګاونډيو هېوادونو کې د کورونا ويروس واکسين پيل دی خو دوی تراوسه په کورونو کې بند پاتې دي.

د صدراعظم اعتراف
د هالنډ صدراعظم مارک روټې ددې نيوکو په وړاندې خپله خطا ومنله، ده وويل چې د واکسين په هکله مو ستراتيژي سمه نه وه، موږ په غلط شرکت حساب کړی او فکر مو دا و چې د نوي کال په ۸ به کورونا ويروس واکسین تيار وي خو هغه داسې وشول چې د نورو شرکتونو واکسين مخکې تيار شو.

مارک زياته کړه، لکه د نورو هېوادونو واکسين بايد موږ هم مخکې پيل کړی وی، دا چې د نورو هېوادونو څخه د واکسين کولو ویډیو ګانې او انځورونه راځي ما پخپله ستاسې په شان ډیر خفه کوي، موږ د نورو هېوادونو څخه په واکسین کولو کې دوه اونۍ شاته پاتې يو.

واکسين نن پيل شو
په هالنډ هېواد کې واکسين کول نن پيل شول، په نورمال کې د هالنډ د حکومت پلان دا و چې د کورونا ویروس واکسين دې په ۸ د جنوري پيل کړي خو اوس دا واکسين کولو دوه ورځې مخکې له پيل شول.

د هالنډ د روغتيا وزير هم وويل چې پخپل غلط حساب او خطا باندې اعتراف کوي، ځکه دوی غلط پلان نيولی و، د هالنډ حکومت په پام کې لري لومړی روغتيايي کارکوونکي واکسين کړي او د هغه څخه وروسته د ۶۵ کاله څخه زيات عمر لرونکي کسان، له دې وروسته بيا هغه کسان چې نورې ناروغۍ لري او وروسته بيا په ټول هېواد کې په عام ډول واکسین کول پيل شي.

د کورونا ويروس کامياب واکسين
لکه څنګه چې د هالنډ حکومت اعتراف کړی دی چې دوی په یوه غلط شرکت حساب کړی و چې د کورونا ويروس واکسين به جوړوي د هغه څخه وړاندی نورو شرکتونو د کورونا ويروس واکسين جوړ کړ.

اوس په ټوله نړۍ کې ترټولو زياته ترجیح د فايرز او بيوتېک واکسين ته ورکول کېژي، که څه هم دوه نورو شرکتونو هم د کورونا ويروس د واکسين جواز په ځينو هېوادونو کې ترلاسه کړی دی خو تر ډېره بيا په زياتو هېوادونو کې د فايرز واکسين کارول پيل شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance