سني مشر ايت الله خامنه يي ته؛ موږ څوومه درجه اتباع يو؟
سني مشر ايت الله خامنه يي ته؛ موږ څوومه درجه اتباع يو
خبريال ویبپاڼه/ په ایران کې د سني مسلمانانو يو مشر د ايران مذهبي مشر ايت الله خامنه يي ته يو ليک استولی دی او په دې ليک کې یې د هغه څخه پوښتلي دي چې سنیان په ايران کې څوومه درجه اتباع يا هېودوال دي.
د سنيانو مذهبي مشر مولوي عبدالحميد د ايران له بې سرحده واکمن ایت الله خامنه يي څخه په دې ليک کې ګيله کړې ده او ويلي يې دي چې ولې په ايران کې سنیان په لوړو پوستونو نه مقررېږي، ده ويلي چې همدا اوس په ايران کې يو سني نشي والي کېدی، يو سني که هرڅومره شه لياقت هم ولري بيا هم په دې هېواد کې يو وزير يو ريس جمهور نشي ټاکل کېدی يا نه ټاکل کېږي.
د لياقت په ځای مذهب
د ايران د سنيانو دا مشر په داسې حال کې ددې هېواد د مذهبي مشر ایت الله يي څخه ګيله کوي چې ددې هېواد موجود حکومت په ادارو کې د لياقت په ځای مذهب پالي، يو کس که سني وي د هغه لياقت کوم ارزښت نلري، بلکې يو کس چې چندان استعداد او لياقت هم نلري د يوه ولايت او هېواد په سطحه لوړه دنده ترلاسه کولی شي.
د ايران حکومت په داسې حال کې په دې هېواد کې مذهبي تعصباتو ته لمن وهي چې په دې هېواد کې د پام وړ سنیان ژوند کوي، ان په هغه ولايتونو کې چې د نفوس مطلق اکثريت برخه یې سنیان دي هم هیڅ لوړه دنده سنيانو ته نه ورکول کېږي.
مذهبي تعصب
په ایران کې هم قومي او هم مذهبي تعصب خپل اوج ته رسېدلی دی، په دې هېواد کې خو هسې په ميليونونو خلک داسې دي چې ایراني قوم نه دي، مطلب فارس نه دي، د ايران نيم نفوس فارس نه دی، ډېری برخه اذريان( اذربایجانيان) کردان، عرب خلک چې نفوس يې د ايران تر نيمايي څخه کم نه دی په دې هېواد کې د قومي تعصب سره مخ دي.
خو ددې تعصب هخوا هغه کسان چې فارس هم دي که مذهب يې سني وي نو بيا دوی ته ايران خوندي نه دی، بلکې ددوی سره ددې هېواد د حکومت له لوري ددوهمې طبقې د اتباعو په شکل چلند کېږي، ددې خبرې ددرک لپاره زياتې څیړنې ته اړتيا نشته، بلکې په يوه عادي سفر سره ایران ته دا هرڅه ډېره واضح ښکاري، چېرته چې سنیان اوسي نو اوس هم هغه برخې داسې دي لکه اويا کاله مخکې او چېرته چې شعيه ګان اوسېږي هغوی بيا د نن ورځې د سټنډرډ سره سم جوړشوی دي.
فزیکي حذف يا اعدام
د ايران حکومت د هغه کسانو په وړاندې چې ددوی د حکومت په ناوړه کړنو نيوکه وکړي د هېڅ ډول ترحم څخه کار نه اخلي او فورا غواړي هغوی په فزیکي ډول له منځه يوسي.
خو د ايران دننه څخه خپرېدونکي معلومات ښيي چې د ايران حکومت په دې برخه کې هم مذهبي تعصب څخه کار اخلي او هغه کسان چې سني وي په ډېر کوچني جرم يا عامه نيوکه باندې هم اعدام ته رسېدلی شي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.