The news is by your side.

پاکستان ته د خلیلي سفر به د سولې لپاره څه ګټه ولري؟

خبریال وېبپاڼه/ له ډېرې مودې راهیسې د سیمې هېوادونو ته د افغان سولې په خاطر د افغان چارواکو او سیاسیونو سفرونه دوام لري او غواړي په دغه پروسه کې خپل رول ثابت کړي.

دا ځل د پخواني ولسمشر حامد کرزي دویم مرستیال کریم خلیلي له پاکستانه د افغان سولې لپاره د ملاتړ راجلبولو په خاطر دغه هېواد ته د سفر موزې په پښو کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې کریم خلیلي به ډېر ژر پاکستان ته لاړ شي او په دغه هېواد کې به د سولې تر څنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر لا پراختیا خبرې وکړي.

یاد وزارت په دې تړاو اضافه معلومات نه دي ورکړي.

 تر دې وړاندې پاکستان د ګلبدین حکمتیار په ګډون ګڼو نورو سیاسیونو ته هم دغه هېواد ته د ورتګ بلنه ورکړې وه.

باور دا دی چې پاکستان ته د حکمتیار، خلیلي او نورو سیاسیونو چې غني په خپل حکومت کې حاشیې ته کړې دي، سفرونه بې ګټې او هسې یو نمایش دی، ځکه دوی نه د پرېکړې صلاحیت لري او نه له کوم مشخص ادرس څخه سفر کوي او نه د افغانانو استازي دي.

بله دا چې پاکستان غوندې هېواد ته که هر څومره سفرونه وشي بې ګټې دي، ځکه پاکستان ته خپلې ګټې مهمې دي، که په افغان سوله کې یې ګټې وای، ډېر وختي یې طالبان اوربند او سولې ته مجبوره کول مګر دا کار نه کوي، ځکه دوی ته زیان رسېږي.

ښه به دا وه چې سیاسیون لومړی په خپل هېواد کې د سولې په تړاو په یوه ټغر راټول شوي وای او بیا یې له بهره ملاتړ راجلبولای، دوی چې په کور دننه نه سره جوړېږي، له دباندې به څه ملاتړ جلب کړي.

په اوس وخت کې د سولې پر وړاندې لوی خنډ هم د داخلي واحدې اجماع نشتون دی، ځینې موقت حکومت غواړي، ځینې اوربند جدي اړتیا بولي او ځینې بیا د غني د واک د دوام هیله مند دي.

تر هغو چې د سولې لپاره واحده داخلي اجماع رامنځته نه شي او ټول سیاسیون په یوه ټغر راټول نه شي او طالب او هغو کسانو ته چې د سولې پروسه کې خنډونه رامنځته کوي یو لاس نه شي، سوله د مرغۍ پۍ دي.

microsoft project 2019 kaufen

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.