The news is by your side.

کله پټه شي ښکاره، کله وکړي اشاره

خبريال وېبپاڼه/ ولسمشر غني د عصري زده کړو څښتن او د ۲۱ پېړۍ سره بلد شخصیت دی، خو په افغانستان کې هغه مجبور د هغه کسانو سره سلام او کلام وکړي چې وجود یې په ۲۱ پېړۍ کې دی خو ذهن يې بيا ډېر پخوانی دی‌، دا پيل مو د ولسمشر غني او محمد محقق د بيا يو ځای کېدو په هکله وکړ.

ولسمشر غني تېره ورځ د خپل يوه فرمان په ترڅ کې محمد محقق د خپل امنيتي چارو د لوی سلاکار په توګه وټاکه، د محقق سره د ولسمشر غني روابط تر بل رهبر ډېر ګډوډ و خو ښکاري داسې چې حالاتو ولسمشر بد مجبور کړی دی.

کله پټ شي کله ښکاره
لکه څنګه مو چې ددې مطلب په پيل کې وویل چې ولسمشر غني ددې پېړۍ او عصري نړۍ يو کس دی، د پخواني ذهنيت او په اصطلاح جهادیانو سره يې په اصل کې چندان نه لګي، خو چې کړۍ ورباندې تنګه شي بيا نو ددوی سره په يوه خره سپرېدو ته تيارېږي.

کېدی شي ولسمشرغني بل چا دومره نه وي ځورولی لکه محقق، تر ټولو بې چوکاټه او ترټولو نېغې نيوکې په ولسمشر باندې محقق کړې دي، په لومړي ځل ټاکنو کې محمد محقق ولسمشر غني ته قاق روده وويل چې په ټولنيزو رسنيو کې بحثونه ورباندې ګرم و.

بده ورځ
ولسمشر غني د پخوانيو ذهنونو په هکله موقتي دريځ لري، کله چې ورباندې لاره تنګه شي يا ددوی ملاتړ ته اړتيا وويني نو بيا ډوډی سره ګډ کار شروع کوي، خو کله چې هم دی ورڅخه خپله اړتیا پوره کړي او يا داسې شي چې نور دده ستونزه حل وي نو لومړۍ لغته همدې پخوانيو ذهنونو ته ورکوي.

ددې پخوانيو ذهنونو چې ځانته او يا يې هم پلويان ورته جهادي قوماندانان وايي په څنګ کې ساتلو او لرې کولو ډېر وخت د عام او معتدل افغان ملت په نظر کې د ولسمشر غني انځور پيکه کړی دی.

که څه هم ددوی لرې کول او راوستل د ولسمشر غني پلویان د سیاست یوه برخه بولي خو نيوکه کوونکي کسان بيا دا د ولسمشر غني ډېره زياته بې ثباتي بولي، د يوې ډلې خلکو په اند چې دولت پخپله يو وقار يو دروند والی لري، خبره یې باید د نورو کسانو له خبرو توپير ولري، داسې چې نه يو څوک دښمن سبا دوست اعلان شي او بله ورځ بيا دښمن شي پسې بله ورځ بيا دوست شي.

د مقاومت سړی سرور دانش
د ولسمشر غني دوهم مرستيال سروردانش بيا له هغه کسانو څخه دی چې د ولسمشر غني په څنګ کې يې تراوسه ځان ساتلی دی، ولسمشرغني تر نن پورې د ارګ په سفر کې ډېر دوستان او پلويان ترلاسه کړي خو کله چې ارګ ته رسېدلی دی ډېری بېرته شاته غورځولي، خو سروردانش بيا يو له هغه کسانو سره دی چې په دې بريالی شوی دی چې د ولسمشر غني په څنګ کې خپل ځای وساتي.

که څه هم دانش د افغانستان د پام خلکو له لوري په تعصب تورن دی او ويل کېږي دی د پښتو او پښتنو سره يو افراطي تعصب لري خو بيا هم ولسمشر غني پکې داسې څه ليدلي چې دی يې تراوسه خپله خوا کې ساتلی دی.

microsoft project 2016 kaufen

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.