The news is by your side.

سږ کال به پنځه میلیونه برېښنايي پېژندپاڼې ووېشل شي

خبریال وېبپاڼه/ د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د روان کال تر پایه به څه باندې پنځه میلیونه وګړو ته برېښنایي پېژندپاڼې ووېشل شي.

د یادې ادارې مشر جاوید رسولي وایي، چې دوی دمګړی د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش ۷۰ مرکزونه لري چې له دې ډلې شپږ یې په ایران کې دي.

 دده په خبره، دوی هڅه کوي چې چارې یې چټکې او شفافې کړي او په دې توګه د روان لمریز کال تر پایه څه باندې پنځو میلیونه وګړو ته برېښنایي پېژندپاڼې ووېشي.

هغه همدا راز ویلي چې له دې وروسته د پخوانیو پېژندپاڼو د تایید خدمات هم له منځه وړي، ځکه په خبره یې، کومې پېژندپاڼې چې ددغه ادارې له لوري صادرې شوې د باور وړ دي او ادارات یې باید ومني.

بل خوا خلک شکایت کوي چې د برېښنايي پېژندپاڼو پروسه ځنډنۍ ده او تر دریو میاشتو پورې خلک تذکرې نه شي اخیستلای.

برېښنايي تذکرې د ملي هویت سند د نړۍوال اعتبار، جرمونو مخنیوي، ټاکنو شفافیت او ګڼو نورو برخو کې ډېرې ګټې لري او په مرسته به یې هېواد حداقل یو څه له نړۍوالو معیارونو سره برابر شي.

تر دې وړاندې په برېښنايي تذکرو کې د مور د نوم ذکر کول پر سر ناندرۍ وې چې د عامو خلکو ګڼ غبرګونونه یې راپارولي وو او داسې انګېرل کېدله چې پښتانه د مور د نوم له ذکر کولو سره حساسیت لري او په دې سره به له برېښنايي تذکرو ډډه وکړي او په اقلیت به حساب شي، خو له نېکه مرغه وروسته بېرته دغه چاره اختیاري شوه او یوازې په ډېټابېس کې د مور نوم ذکر کول اړین شول.

visio 2019 kaufen

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.