ازبکستان له افغانستان سره امنیتي همکاري زیاتوي
خبریال وېبپاڼه/ ازبکستان له افغانستان سره د دوه اړخیزه امنیتي همکاریو او اړیکو د پراختیا ډاډ ورکړی.
په همدې موخه د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د ازبکستان د دولتي امنیتي خدماتو د رییس له مرستیال فرخ مختاروف سره کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ازبکستان دغه لوړپوړي امنیتي مسوول ویلي افغانستان ته یې د راتګ موخه دا ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پراخې او امنیتي همکارۍ ډېرې شي.
د ده په وینا د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د امنیتي همکاریو پراختیا د دې سبب کېږي چې په سیمه کې امنیت تامین شي او د احتمالي ترهګریزو فعالیتونو مخنیوی وشي.
هغه ویلي چې ازبکستان د افغانستان د سولې له پروسې هم ملاتړ کوي او په دې برخه کې هر ډول همکاریو ته تیار دی.
تر دې وړاندې هم افغان حکومت ویلي وو چې د ازبکستان او افغانستان ترمنځ به د امنیتي همکاریو توافقات رامنځته کېږي او هڅه کېږي چې ددواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پراخې او پیاوړې شي.
ازبکستان داسې مهال له افغانستان سره د امنیتي همکاریو ډاډ ورکوي چې ټاکل شوې ده تر راتلونکو دریو ورځو پورې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته راکښته شي.
که څه هم له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو په کور دننه اندېښنې پيدا کړې دي، خو د ازبکستان په شمول یو شمېر هېوادونو امنیتي برخو کې افغانستان ته د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
روسیې خو تر دې پورې ویلي چې چمتو دي خپل سرتېري افغانستان ته ولېږي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.