The news is by your side.

خوست کې د ضيا ودان لپاره د عدالت لاريون

خبريال وېبپاڼه/ په خوست کې ګڼ شمېر خلکو د ضيا ودان لپاره د عدالت غوښتلو او د هدفي وژنو د غندلو په پار لاريون وکړ.

لاریون والو د ولایت دروازه د اعتراض په توګه وتړله او د مرکزي حکومت څخه یې وغوښتل چې د ضيا ودان شهادت دې داسې نه هېرېږي بلکې د هغه قاتلین دې چې په هر قيمت وي ونيول سي او عدالت دې ورباندې عملي شي.

له طالب او حکومت دواړو غوښتنه

په دې لاريون کې چې د خوست ولايت په مرکز کې ترسره شوی و ګڼو شمېر پښتنو د حکومت ترڅنګ د طالبانو څخه هم غوښتنه وکړه چې په هېواد کې ددې د مدني فعالانو، خبريالانو او خيرخواه خلکو د وژنو ددې لړۍ مخنيوی وکړي او ددوی ژوند دې خوندي کړي.

لاریون کوونکو په داسې حال کې د حکومت ترڅنګ د طالبانو څخه هم د مدني فعالانو د ژوند د خوندي کولو لپاره د جدي پاملرنې غوښتنه کوله چې طالبان حکومت او حکومت طالبان د مدني فعالانو په وژلو تورنوي.

حکومت وايي چې طالبان د مدني فعالانو او نورو مشهورو اشخاصو په وژلو سره غواړي چې حکومت د خلکو د امنیت په ساتلو کې ناکام وښيي او په حکومت باندې د خلکو باور له منځه يوسي.

خو طالبان بيا دا وژنې د حکومت کار بولي، د طالبانو وياندويانو، نېږدې کسانو په مرکو او لیکنو او اعلاميو کې ويلي دي چې حکومت غواړي په ځانګړي ډول کابل ناکراره کړي، مدني فعالان ووژني او د کابل حالت بېړنی وښيي ترڅو نړيوال خپل ټول ځواکونه ونه باسي.

لاریون کوونکو د اوربند غوښتنه وکړه

په خوست کې راټولو شویو خلکو د طالبانو څخه وغوښتل چې د حکومت سره دې هم اوربند وکړي، په داسې حال کې چې طالبانو د امريکايانو سره اوربند کړی نو پکار ده د افغانستان د حکومت سره هم اوربند وکړي.

د پوهانو په اند اوربند کول ترټولو ګټور او اړين کار دی، پوهان وايي په اوسنیو ناوړه شرايطو کې اوربند کولی شي چې حالات د کنټرول خواته بوزي او افغانستان د نسبي ثبات څخه برخمن شي چې په دې ډول د سولې خبرې هم پرمختګ کولی شي او خلک هم بيا د حکومت د ناغېړۍ په صورت کې په حکومت باندې فشار وروړلی شي، خو ددې هرڅه لپاره بايد طالبان اوربند وکړي.

د خپل واک لپاره موږ مه وژنئ!
لاریون کوونکو پخپلو لاسونو کې هغه ليکدړې نيولې وې چې ورباندې ليکلي يې و د خپل واک لپاره موږ مه وژنئ!

خلک په داسې حال کې د واک په خاطر د جګړې طرفونه د خپلو مرګونو قاتلان بولي چې دواړه لوري د قدرت په وېشلو يوې پايلې ته د رسیدو لپاره کار کوي.

د حالاتو څارونکي وايي چې په اوس وخت کې دواړه لوري په خلکو رحم نکوي او د خلکو ژوند ورته ارزښت نلري، ځکه د سولې د خبرو بريا زيات وخت نيسي او دوی په دې جريان کې جګړې ته ادامه ورکوي او په ځانګړي ډول طالبان اوربند ته غاړه نه ږدي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.