The news is by your side.

ناټو وايي، طالبان دې د سولې د بریا لپاره نور جګړه بس کړي

خبریال وېبپاڼه/ د ناټو سازمان یو ځل بیا ټینګار کړی چې وسله وال طالبان دې د سولې خبرو د بریالیتوب لپاره جګړه ودروي.

یاد سازمان د سولې خبرو سره هممهاله په افغانستان کې پر روانه جګړه اندېښنه ښودلې او له طالبانو یې غوښتي چې د سولې پروسې او روانو خبرو اترو د بریال لپاره جګړه بس کړي.

 په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونتيکورو پرون د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې له رئيس فضل محمود فضلي سره د سولې خبرو او روان تاوتریخوالي په اړه خبرې کړې دي.

په دې کتنه کې نوموړي د سولې پروسې د برياليتوب په موخه د تاوتريخوالي بندول اړين بللي دي او په روان وضعیت یې اندېښنه ښودلې ده.

ناټو سازمان په خپل ټوېټر کې د پونتيکورو په حواله زياته کړې، چې په دې کتنه کې د افغان حکومت او وسله ‌والو طالبانو ترمنځ پر روانو مذاکراتو او دغه راز د افغانستان سولې له پروسې د ناټو پر دوامداره ملاتړ هم بحث او خبرې شوي دي.

ناټو داسې مهال د سولې مذاکراتو د برياليتوب په موخه د طالبانو له لوري د تاوتريخوالي پر بندولو ټينګار کوي، چې په دې وروستيو کې دې ډلې د جګړه‌ييز تکتيک په بدلولو سره په ښارونو کې د مقناطيسي ماين چاودنو په وسيله هدفي وژنې زياتې کړي دي.

ناټو وار ـ وار له طالبانو غوښتي چې جګړه بس کړي، مګر دغې ډلې په ډېره بې رحمانه خپلو ترهګریزو فعالیتونو ته دوام ورکړی او هره ورځ لسګونه افغانانو ته مرګ ژوبله اوړي. په کندهار، هلمند او ارزګان ولایتونو کې یو شمېر ولسوالۍ لا د سقوط تر سرحده رسېدلې دي.

قطر کې بیا د سولې ډرامې ښه او بد نه مالومېږي او طالب مشرانو د دوهم پړاو په اوله ناسته کې د ګډون پر ځای پاکستان کې ناست و.

دغه وضعیت عام افغانان سخت اندېښمن کړي او د سولې له خبرو یې هم تمه ختلې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.