The news is by your side.

که دا ۴ کارونه کوی بې وخته زاړه شوي یاست

خبريال وېبپاڼه/ زړښت يوازې دا نه دی چې ستاسې د سر ویښتان دې سپين سي، پوستکی مو دې ګونځې شي او د شپېتو دې شئ.

په زړښت کې ځینې کارونه کولی شئ ځينې نه، خو ډېر کسان سته دي چې ان په ځوانۍ کې د زړښت علامې او نښې پکې ښکاره شي.

پام مو کړی دی زاړه خلک غواړي تل کرار کور کې ناست وي، يانې يو ډول دايمي استراحت غواړي، دوی نه غواړي بيرون ته ولاړ شي، نه غواړي کوم کار وکړی شي، صبر غواړي کور کې يې تکيه وهلې وي او بس، دا نو د زاړه کس يو صفت او عادت دی، مګر پوهېږی ځينې کسان په ځوانۍ کې همداسې دي، نه غواړي چېرته ولاړ شي، نه یې د چکر سره لګېږي، غواړي کرار تل کور کې ناست وي ان ولا که يې زړه وي چې ولاړ شي دوکان ته او له دوکان څخه د کور د اړتیا وړ يو شئ راوړي، فقط لکه يو زوړ سړی غواړي ارام وکړي.

زاړه خلک خو پېژنئ، ډېر نصیحتونه به يې درته کړي وي تاسې به هم ددوی نصيحتونه اورېدلي‌ وي، پوهېږئ دوی‌ دا فکر‌ کوي چې نور نو په هرڅه باندې پوه پوهېږي او هرڅه یې زده دي، دوی‌ له همدې کبله د نوي شي د زده کولو نيت نلري، ځکه فکر کوي چې هرڅه يې زده دي، خو پوهېږئ ځینې ځوانان هم همداسې دي، بعضې ځوانان چې په ځوانۍ کې یې موږ زاړه بولو همداسې دي، دوی نه غواړي د خپل څخه پاڅي، غواړي ټوله ورځ ارام يا په چوکۍ ناست وي او يا هم په بړستن کې پښې پټې کړې وي او ناست وي، دا ځوانان په هر ځای کې نورو ته سپارښتنې کوي خو پخپله داسې ښکاره کوي لکه هرڅه يې کې زده وی، دوی هېڅ د نوی شي د نوي کتاب د زده کولو او لوستلو هڅه نکوي فکر کوي هرڅه یې زده دي.

زړو خلکو ته پام وکړئ، دی د هېڅ شي په هکله تشويش نلري مطلب يو ډول کنجاو نه دي، د حیران پاتې کېدو د يو شي د کشف کولو د يوه نوښت قوه نلري، له بده مرغه ځينې ځوانان هم همداسې دي، دوی تل په یوه زړه لار باندې روان وي، د کوم نوي څه جوړولو او یو نوښت کولو خيال او فکر نلري.

زاړه خلک داسې وي چې د ژوند ډېری برخه يې تېره کړې وي او اوس نو ورته پاتې وي د تېرو وختونو ځينې خواږه او ځينې ترخه یادونه، له همدې کبله دوی ټول تل د تېر وخت په هکله فکر کوي د تېر وخت يادونه را تازه کوي مطلب ټول ذهن او فکر یې په تېر وخت کې وي، ځینې ځوانان هم همدا خوی لري، دا ځوانان هم تل د تېر وخت په ياد کې فکرونه کوي هرڅه ته د تېر وخت له کړکۍ او نظر څخه ګوري او هېڅکله د اوس او راتلونکې په هکله فکر نکوي، دا ډول ځوانان ان چې د راتلونکي په هکله فکر هم وکړي نو د خپلو تیرو وختونو د يادونو په بنسټ يې کوي، مثال که پخوا په يوه کار کې ناکام شوی وي او اوس غواړي يو نوی کار وکړي نو دوی بيا هم نوي کار د پخواني کار له نظره ګوري او وېرېږي چې لکه په هغه پخواني کار کې کېدی شي همداسې په دې کې هم ناکام شي.

 

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance