The news is by your side.

الیس ویلز: د سیک لږکیو امنیت ته دې توجه زیاته شي

خبریال وېب پاڼه/د جنوبي او مرکزي آسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز په خپلو تازه ټویټري څرګندونو کې ویلي چې افغانستان کې دې د سک لږکیو امنیت ټینګ شي.

امریکا وروسته له هغه د افغان سکانو د امنیت غږ کوي چې شاوخوا دری اونۍ وړاندې په کابل کې د دغې ډلې پر درمسال برید کې تر ۲۵ زیات کسان ووژل شول او ګڼ شمېر نور ټپیان شول. دغې برید ته د هند په ګډون د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو او سازمانونو سخت غبرګونونه ښودلی وو.

په کابل کې مېشتو ډېری سفارتونو او اروپایي اتحادیې هم د دغې خونړۍ پېښې پر وړاندې غبرکون ښودلی ؤ. افغان سکان یوه بې طرفه، په هېواد مینه او غریبه طبقه ده چې په هر ډول شرایطو کې یې خپل بې پرې توب ساتلی دی. د دوی پر وړاندې عامو افغانانو هم هغې برید غندنه کړې وه او دا یې د ترهګرو ډلو لخوا د ټولو بشري او مذهبي ارزښتونو تر پښو لاندې کول بللي دي.

په افغانستان کې د طالبانو او داعش په ګډون ګڼ شمېر ترهګرې ډلې فعالیت کوي چې خت ناوخت په سترو جنایتونو کې لاس لري او حکومت تل ویلي دي چې د دې تولو ترهګرو فعالیتونو لپاره طالبان د یو چتر حیثت لري.

دوه کاله وړاندې د پارلماني تاکنو په قانون کې د اهل هنود لږکیو ته هم یوه څوکۍ ځانګړې شوه چې د همدې کال پارلماني تاکنو ته د سکانو نوماند په ننګرهار کې په یوه ترهګریز برید کې له یو شمېر نورو کسانو سره وژل شوی ؤ.

هل هنود یا سک د افغان لږکیو یوه برخه ده چې اوس مهال یې شاوخوا ۳۰۰ کورنۍ په افغانستان کې اوسېږي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې یې په ۸۰ یمه او ۹۰ مه میلادي لسیزه کې نفوس تر ۵۰۰ زره لوړ ؤ خو د وخت په تېرېدو د دغې لږکۍ ډلې ډېری کورونه له افغانستان نه هند او ځینو نورو اروپایي هېوادونو ته لاړل او هلته یې د ژوند کولو اقامې واخیستلې.

پر دغې ډلې له وروستي برید سره سم د سېکانو بنسټ له کاناډا څخه غوښتل چې ژر تر ژره دې افغان سکانو ته په دغه هېواد کې د اوسېدو پناه ورکړي. په ورته وخت کې یو شمېر سکان بیا ټینګار کوي چې افغانستان زموږ خاوره ده او موږ به تر وروستۍ سلګۍ د همدې خاورې بچیان وو او هېڅ ځای ته به لاړ نه شو.

الیس ویلز وایي افغان سکان د دغه هېواد د فرهنګ او تاریخ نه بېلېدونکې برخه ده نو په کار ده چې افغانان یې له لاسه ورنکړي او د دوی د امنیت لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.