تورخم کې د سوداګرو مرستې حیف او میل شوي
خبریال وېب پاڼه/ د تورخم قرنطین کمپ سره د لسګونه سوداګرو له خوا مرسته شوي اموال حیف میل شوي دي.
د ننګرهار ولایت په تورخم ښارګوټي کې لسګونه کسانو د ښاروالۍ په ضد لاریون وکړ او د تورخم ښاروال يي په فساد او دکتاتورۍ تورن کړ.
مظاهره کونکي ادعا کوي چې د تورخم ښاروال ترې په غیري قانوني توګه پیسي اخلي او د تورخم قرنطین کمپ سره د لسګونه سوداګرو له خوا مرسته شوي اموال يي حیف میل کړي دي.
دوی اعا کوي چي د تورخم ښاروال راحت ګل زیارمل د ولس سره دیکتاتوري کوي او د تورخم په ولس يي هغه اوبه بندي کړي چې د کلونو راهیسې يي ښاروالۍ په بیه ورکوي.
لاریون کوونکي چې ډیری يي هټۍ وال او د تورخم سوداګر دي د تورخم ښاروالۍ مخي ته يي لاریون وکړ او له حکومت څخه يي غوښتنه وکړه چي د ښاروال د غلاو دوسیې وڅیړي
لاریون کوونکي وايي د تورخم قرنطین کمپ ته چې ویل کېده د پنځه زره کسانو لپاره پکي د اوسېدو زمینه برابره شوې ټول خوراکي او غیري خوراکي اموال په خپلو کې سره وېشل شوي دي.
بل خوا د تورخم ښاروال راحت ګل زیارمل د فساد په اړه د خلکو ادعاوې بې بنسټه بولي او زیاتوي ډيری لاریون وال هغه کسان دي چې د کلونو راهیسې يي هټۍ او بټۍ د ښاروالۍ د ټکس څخه باقي دي.
زیارمل وايي د تورخم قرنطین کمپ لپاره ورته ټول ورکړل شوي اجناس د لېست له خوا تسلیم شوي او بېرته به يي ولایتي اداري ته تسلیموي.
په تورخم کې د دغو لسګونه کسانو لاریون تر هغې وروسته پيل شو چې ویل شوي وو د تورخم په قرنطین کمپ کې به د لس زره کسانو لپاره تر پنځلس ورځو پوري ټول سهولتونه برابر شي، خو دوی ادعا کوي چې د پنځلس ورځو ټول اموال د ښاروال له خوا په خپلو خلکو وېشل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېرو دوو ورځو کې چې څه باندې دېرش زره تنو قانوني ویزو سره پاکستان ته سفر کړی و، له پولې راتېر شوي او هېواد ته دننه شوي دي.
پاکستاني چارواکي د دې سربېره دوه پولي د یکشنبې په ماښام د درې ورځو لپاره پرانیستې.
مسافرین هېواد ته د راستنېدو پر مهال روغتیاي څېړل کیږي او د کرونا ویروس باندې د شکمنو نښو په صورت کې پنډ غالو ته لېږدول کیږي، خو د راستنېدونکو شمېر دومره زیات دی چې د عامې روغتیا وزارت چارواکو په خبره شونې نه ده چې ټول یې په یوه وخت کې سکرېنېنګ شي.
پاکستان د کرونا ویروس له امله افغانستان سره خپلې دوه اصلي پولې تړلي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.