The news is by your side.

کرونا یو نیم ملیون نړیوال ونیول

خبریال وېب پاڼه/د وروستیو شمېرو له مخې کرونا ویروس تر دې دمه په ټوله نړۍ کې تر ۱۵ لکو زیات کسان نیولي دي.

د نړیوالو روغتیایي بنسټونو د راپور له مخې په ټوله نړۍ کې تر دې مهاله تر ۱۵ لکه او ۱۸ زرو زیات کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي او د وژل شویو شمېره هم ۸۸ زرو ته لوړ شوی دی. د زیاتو اخته شویو کسانو په جدول کې بیا هم امریکا ده چې تر اوسه یې په دغه ویروس باندې ۳۶۸ زرو زیا کسان ککړ شوي دي او ورڅخه د رغېدلو کسانو شمېر بیا تر ۱۹ زرو اوړي.

په اروپا کې ایټالیا، اسپانیا، فرانسه، جرمني، بریتانیا او یو شمېر نورو هېوادونو کې کرونا په چټکۍ د خپرېدو په حال کې دی. تر دې دمه په ایټالیا کې ۱۷۶۰۰ زیات، په اسپانیا کې څه کم ۱۴۸۰۰، په په فرانسه کې تر ۱۰۸۰۰ زیات او په بریتانیا کې تر ۷ زرو زیات کسان د دغې ناروغۍ له امله وژل شوي دي.

په اسیایي هېوادونو کې بیا ایران کې څه کم ۴ زره او په چین کې ۳۳۰۰ نه زیاتو کسانو د کرونا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هند، روسیه، ترکیه، سعودي، روسیه او یو شمېر نورو هېوادونو کې هم د کرونا مثبتې پېښې د زیاتېدو په حال کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د چین په ووهان ښار کې له شاوخوا ۶۷ اونیو وروسته ګرځبندیز لرې شو او خلکو په خپلو ورځنیو کارونو باندې له سره شروع وکړه.

دلته په افغانستان بیا تېره شپه د عامې روغتیا وزارت لخوا د ۲۱ نورو مثبتو پېښو د ثبت کېدو خبر ورکړل شو چې په دې سره په ټول هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر تر ۴۴۴ کسانو ته ورسېد. په ورته وخت کې عامې روغتیا وزارت په سمنګان، هرات او بلخ ولایتونو کې د ۱۱ کسانو د بېرته جوړېدو خبر هم ورکړ. دې سره په ټول هېواد کې د بېرته رغېدلو کسانو شمېر ۳۱ ته ورسېد. د دغې ناروغۍ برحاله ناروغان ۳۹۹ دي او ورڅخه د وژل شویو کسانو شمېر بیا ۱۴ دی.

هخوا د امریکا یو شمېر روغتیا پالانو ویلي دي چې تر راتلونکې اکست میاشتې پورې ښایي د دغه هېواد شاوخوا ۸۲ زره کسان د کرونا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې په دغه هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې او دقربانیو ګراف بیخي لوړ دی او په ټول هېواد کې یې د وېرې او ترهې فضا را منځته کړې ده. تر دې وړاندې دونالډ ټرمپ هم ویلي وو چې ښایي له یو لک تر دوو نیمو لکو پورې امریکایان د کرونا ویروس له امله ووژل شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.