The news is by your side.

له زندان خوشي شوي طالبان به د جګړو لیکو ته لاړ شي؟

خبریال وېب پاڼه/پرون چهارشنبه حکومت د طالب اورپکو سل بندیان له زندانونو څخه خوشي کړل.

د امنیت شورا ویاند جاوید فیصل په یوه ویډیویي پيغام کې وویل چې دغه سل طالب بندیان د ولسمشر له فرمان سره سم خوشي کوي خو په ورته وخت کې طالب وسلوالو په ظاهره د خپلو بندیانو د خوشي کولو په هکله ویلي چې دوی د حکومت لخوا د خپلو سلو بندیانو خوشي کول نه تائیدوي.

د دغې وسلوالې ډلې ویاند په خپل یوه بیان کې ویلي چې د حکومت لخوا خوشي شوي بندیان د دوی له پروسیجر سره سر نه خوري، نو په وینا یې دوی ته د منلو وړ هم نه دي او خپل تخنیکي ټیم یې هم له کابل نه وتلی دی.

د طالبانو د بندیان خوشي کول او د دغې اورپکې ډلې لخوا د خپلو هغو جنګي او په لویو جنایتونو کې د ښکېلو بندي طالباتو پر خوشي کولو ټینګار چې تېره اونۍ یې له حکومت سره تخنیکي ټیم په پرلپسې ناستو کې کاوه، د یو بل جنګ بوي لري. حکومت ویلي وو هغه طالبان به خوشي نه کړي چې د لویو بریدونو په پلان او سترو جنایتونو کې لاس لري.

شنونکي وایي د هغو طالب بندیانو په ځانګړې توګه هغه زندانیان چې په لویو جرمونو او جنایتونو کې لاس لري، له آساسي قانون او د ملت له قربانیو سره ښکاره زیاتی دی. په همدې لړ کې دولت هم د دغې بندیانو په خوشي کولو کې ځنډ راوستلو چې دوه ورځ وړاندې د طالب اورپکو د قطر سیاسي دفتر ویاند وویل خپل هغه تخنیکي مرکچي پلاوی به بېرته ور وغواړي چې کابل ته له حکومت سره د طالب بندیانو په خوشي کولو کار کوي. په ظاهره دوی دا کار د نړیوال فشار زیاتولو لپاره وکړ، چې په کې بریالي هم شول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پرې غبرګون وښود او افغان حکومت هم دستي لاس په کار شو او تېره ورځ یې له زندانونو نه سل طالب بندیان خوشي کړل.

ډېری سیاسیون او د ښځو حقونو مدافعین وایي چې د طالبانو آیډیالوژي لا هم جنګي ده او دا ډله به په دومره آسانۍ سولې ته غاړه کې نه ږدي.

بلخوا وړمه ورځ د یوې غربي رسنۍ راپور ورکړی ؤ چې د امریکا ولسمشر غوښتل د افغانستان په سوله باندې ځان خپل ملت ته د دغې جګړې ګټونکی وښیي او په دې سره د روان زیږدیز کال په ټاکنو کې ځانته کمپاین وکړي نو ځکه یې پر چټکه سوله کولو باندې ټینګار کاوه خو د افغانستان د جګړې او له سولې وروسته ننګونو باندې یې فکر نه کاوه.

د طالبانو په جګړه ییزو صفونو کې لا هم د سخت فکر تیوري ژوندۍ ده او ډېری جنګیالي یې لا وایي که زموږ مشران سوله هم وکړي، دوی به وسله کې نه ږدي. دا هغه څه دي چې د حکومت او طالبانو تر منځ سوله یې نوره هم پېچلې کړې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.