The news is by your side.

ترکیه کې ځواکمنه چاودنه شوې پراخ تلفات

خبریال ویبپاڼهد ترکیې د دیاربکر ولایت د کولپ په ولسواليکې د څړک د غاړيچاودنې پراخ تلفات اړوليدي‌. ترکي چارواکي وايي چې چاودنه د سړک پر غاړه د ځای پر ځای شويماین له کبله رامنځ ته شوې ده .

ترکي رسنۍ وايي چې د چاودنې سیمي ته ډېری پولیس او امبولانسونه تللي دي؛ خو دم ګړی یوازي د (۵) کسانو د مرګ او د یو شمېر نورو د ټپي کېدو تاید کوي .

د دیاربکر د والي د رسنیو دفتر ویلي‌ دي‌ چې  د کولپ  د ولسوالي د ګلیچ  په کلي‌ کې  د (پ ک ک) ترهګرې ډلې له له لوري په لویه لاره کې ځای په ځای شوی ماین  د ځنګلونو د کارګرانو په موټر چاودلی دی.

دا لمړی ځل نه دی چې په ترکیه کې د (پ ک ک ) ډلي له لوري د ځنګلونو کاریګر په نښه کېږي بلکه تر دې وړاندي هم ورته علونه بیا بیا شي دي .

ترکي چارواکي او وګړي وايي چې هر سړی  د خپل انساني‌ غیرېت اوغرور سره سم  او د ښه ژوند کولو په خاطر د کار کولو د حق لري . هم  د ترکیې  نافظه قوانینو  او هم  نړۍوال قونینو او تړونونو  دا حق  هر  وګړي‌ ته  ورکړی دی؛ خو  د پ ک ک ډله د دولتي‌ کارکوونکو، کارګرانو او خصوصي‌ سکتور  کارکوونکو د تښتولو او وژلو سره  د هغوې نه  دا مسلم حق  هم  غضبوي او سلبوي.

ځايي اوسېدونکي له بره یادي شوې ډلي د ژوند کولو حق غواړي‌او ددوی بریدونه په کلکو ټکو غندي‌.

حکومتي چارواکي بیا پر هم دغه (پ ک ک ) ډله تور لګوي چې د خلکو په وژنه کې لاس لري او نړۍ کې د ترکیې امنیت ناندریز معریفي کوي‌ دوی وايي چې په ښوونکو، ملکي‌ سیاستوالو، ملکي‌ وګړو، دلارو  او بندونو  جوړونکو زیارکښو، د پوهنې، روغتیا  او نورو  سکتورونو  پر کارکوونکو بریدونه  یواځې پر هغوي‌ بریدونه ندي‌ بلکې  دا پر ټول  ملت بریدونه  دي.

چارواکي وايي‌ چې د پ ک ک ترهګرې ډلې  لخوا پر ملکي‌ وګړو او زیارکښو کارګرانو باندې دا خونړي، بې رحمه  او ضد  بشري‌ بریدونه  په کلکه توګه غندو او او د ژر بندېدو غوښتنه یې کوو.

ترکیه په سیمه کې د مسلمانانو یو قوي هیواد دی خو وخت ناوخته یې دا ډول بریدونه نا امنه ساتي .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.