د ټویټر بنسټګر یو ملیارد ډالر مرسته اعلان کړه

خبریال وېب پاڼه/د ټویټر او سکوېیر بسټګر جک ډورسي په خپله ټویټر پاڼه د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزې ته د یو ملیارد ډالري مرستې اعلان وکړ.

نوموړی که څه هم په ښکاره د کوم هېواد یادونه نه کوي چې دغه مرسته به ورسره کوي خو لیکلي یې دي چې یاده شوې مرسته یې د شتمنۍ ۲۸ سلنه جوړوي. ۴۳ کلن جک ډروسي د سکوېیر او ټولیټر نړیوالو ټولنیزو جالونو مشر دی او ویل کېږي چې دغه مرسته به د سکېیر څخه اخلي.

نن د امریکا یوې وتلې خبریالې اپرا وینفري هم د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزې ته د ۱۰ ملیونه ډالرو مرسته اعلان کړه. نوموړې چې د یوې مشهورې رسنۍ اجرایوي رییسه هم پاتې شوې ده او د فلم ممثله، تکړه ویانده، د تلویزیوني خپرونو تولیدوونکې او د بشري حقونو یوه فعاله ده.

دغه افریایي الاصله او نوموتې خبریاله سره له دې چې په پورتنیو ذکر شویو برخو کې بشپړه وړتیا لري او تل په خپل دریځ کې ځلېدلې هم ده، تر څنګ یې یوه تکړه ارواپوهه او ځلېدلې مدیره هم ده.

دا په داسې حال کې ده چې تر اپرا وړاندې یو شمېر نورو تاجرانو، د فلمي صنعت غړو او وتلو څېرو د کرونا پر وړاندې مبارزې ته له خپلو هېوادوالو سره مرسته اعلان کړې وه. په دې برخه کې د هالیووډ او بالیووډ دواړو سینما ګانو د ستورو یادونه کولی شو.

کویډاـ۱۹ اوس په یوه نړیوال ناورین بدل شوی دی چې تر دې دمه د نړۍ تر بل هر هېواد زیات په امریکا کې په دغه ویروس ډېر وګړي ککړ شوي دي. د نن چهارشنبې وروستي معاومات دا دي چې تر دې دمه تر ۴۰۰ زرو زیات امریکایان په کرونا ویروس اخته شوي دي چې له ډلې یې شاوخوا ۸۲۰۰ کسان وژل شوي هم دي.

د ورستیو معلوماتو له مخې په امریکا کې شاوخوا ۴۰۰ زره کسان په کرونا ویروس اخته دي چې له ډلې یې د ۱۲ زرو شاوخوا وژل شوي هم دي. په ټوله نړۍ کې بیا د قربانیانو شمېر تر ۸۲ زرو اوړي. اروپا کې ایټالیا، اسپانیا، فرانسه، بریتانیا او یو شمژر نور هېوادونه د دغې ناروغۍ تر سخت برید لاندې دي او په آسیا کې بیا تر ټولو ډېره قرباني چین او ایران ورکړې ده.

ویل کېږي د هالیووډ یوه بل نوم وتي ستوري لیوناردو هم څو ورځې مخکې له کرونا سره د مبارزې لپاره ۱۲ ملیونه ډالر ځانګړي کړي وو چې په دې باندې به له کرونا ځپلو سره د خوراکې او نورو لومړنیو توکو په را نیولو او رسونه کې لګوي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More


fethiye bayan escort yalova escort yalova escort bayan van escort van escort bayan uşak escort uşak escort bayan trabzon escort trabzon escort bayan tekirdağ escort tekirdağ escort bayan şırnak escort şırnak escort bayan sinop escort sinop escort bayan siirt escort siirt escort bayan şanlıurfa escort şanlıurfa escort bayan samsun escort samsun escort bayan sakarya escort sakarya escort bayan ordu escort ordu escort bayan niğde escort niğde escort bayan nevşehir escort nevşehir escort bayan muş escort muş escort bayan mersin escort mersin escort bayan mardin escort mardin escort bayan maraş escort maraş escort bayan kocaeli escort kocaeli escort bayan kırşehir escort kırşehir escort bayan www.escortperl.com