The news is by your side.

پکتیکا کې پر ځمکه د دوو قومونو تر منځ شخړه

خبریال وېب پاڼه/د پککتیکا په ارګون ولسوالۍ کې د کامرانو په سیمه کې د دوو قومونو تر منځ د د ځمکې پر سر شخړه را منځته شوې ه.

نن چهارشنبې د روانې اپرېل میاشتې په ۸ مه نېټه د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې په امران نومي سیمه کې د خروټو دوو قومونو تر منځ شخړه را منځته شوې ده چې د پر تاوتریخوالۍ له اوښتو وړاندې د دغه ولایت امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي دي او د دواړه قومونه تر منځ د احتمالي را منځته کېدونکې فاجعې مخه یې ډب کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په ننګرهار ولایت کې هم د دوو قومونو تر منځ شخړه را منځته شوې وه. دا پېښه د دور بابا او نازیانو ولسوالۍ کې را منځته شوې وه. د دور بابا ولسوالۍ څخه په دغه پېښه کې یو وژل شوی او لس نور ټپیان وو او بل پلو د نازیانو ولسوالۍ څخه بیا ۵ وژل شوي او ۱۶ نور یې ټپیان شوي هم دي.

د ننګرهار د والي ویاند خوګیاڼی وایي چې د یو شمېر ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ هم دی. نوموړی زیاتوي چې دوی له ولایتي چارواکو سره همغږي شوې وه چې ستونزه به په تاوتریخوالي نه بلکې په خبرو حل کوي خو په نا ببره توګه دا ستونزه په تاوتریخوالي بدله شوې وه چې تلفات یې هم لرل.

عام ولس د خلکو تر منځ یادو شویو پېښو اندېښمن کړی دی او وایي چې دا ډول پېښې له نورو جنګي پېښو سره یو ځای د هېواد لپاره ستر سرخوږی دی.

د هېواد سوېل ختیځ زون کې ډېری وخت د قومونو تر منځ دغه ډول خپل منځي ستونزې را ولاړېږي چې ډېری وخت په تاوتریخوالي هم اوړي. کال مخکې په خوست کې د دوو قومونو تر منځ جګړه را منځته شوې وه چې په هغې کې هم تلفات را منځته شوي وو.

ویل کېږي نن د پکتیکا په اورګون ولسوالۍ کې یوه قوم غوښتل په زوره یاده شوې داوه ګیره ځمکه کې رغنیزې چارې پیل کړي چې بل قوم ورباندې په چیغه ور وتلی دی. د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې قومونه ټولې پرېکړې په جرګو کوي او د افغانستان د آساسي قانون په هکله هغوی یا بیخي پوهېږي نه او یا یې پر وړاندې بې تفاوته دي.

د پکتیکا ولایتي چارواکي وایي چې له نېکه مرغه چې امنیتي ځواکونه په وخت دغې سیمې ته ورسېدل او د دوو قومونو تر منځ د احتمالي نښتې او را منځته کېدونکې فاجعې مخه یې و نیوله. هغه انځورونه چې رسنیو ته رسېدلي په کې لیدل کېږي چې ګڼ شمېر خلک له سوټیو او لاسي وسلو سره په پارېدلي ډول د پېښې ځای ته رسېدلي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance