اپرا وینفري د کرونا مبارزې ته ۱۰ ملیونه مرسته وکړه
خبریال وېب پاڼه/د امریکا متحده ایالتونو مشهورې خبریالې اپرا وینفري د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزې ته د ۱۰ ملیونه ډالرو مرسته اعلان کړه.
ښایي افغانانو ته جالبه وي چې یوه خبریاله او دومره شتمني چې بیا دې له هغې لس ملیونه له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره مرسته وکړي. نوموړې د یوې مشهورې رسنۍ اجرایوي رییسه ده او د فلم ممثله، تکړه ویانده، د تلویزیوني خپرونو تولیدوونکې او د بشري حقونو یوه فعاله ده.
دغه افریایي الاصله او نوموتې خبریاله سره له دې چې په پورتنیو ذکر شویو برخو کې بشپړه وړتیا لري او تل په خپل دریځ کې ځلېدلې هم ده، تر څنګ یې یوه تکړه ارواپوهه او ځلېدلې مدیره هم ده. یوه جمله یې ډېره مشهوره ده چې ښایي ډېرو به لوستې او یا اورېدلې وي، چې وایي:
((تاسو پوهېږئ چې د بریا په واټ کې یئ، که داسې کار ترسره کړئ چې خوښ مو وي، خو د هغې لپاره کومه حق الزحمه ترلاسه نه کړئ نو هېڅ د درد او رنج احساس مه کوئ. په اصل کې تاسو د خپلې وړتیا قدرداني کړې ده))
دا په داسې حال کې ده چې تر اپرا وړاندې یو شمېر نورو تاجرانو، د فلمي صنعت غړو او وتلو څېرو د کرونا پر وړاندې مبارزې ته له خپلو هېوادوالو سره مرسته اعلان کړې وه. په دې برخه کې د هالیووډ او بالیووډ دواړو سینما ګانو د ستورو یادونه کولی شو.
کویډاـ۱۹ اوس په یوه نړیوال ناورین بدل شوی دی چې تر دې دمه د نړۍ تر بل هر هېواد زیات په امریکا کې په دغه ویروس ډېر وګړي ککړ شوي دي. د نن چهارشنبې وروستي معاومات دا دي چې تر دې دمه تر ۴۰۰ زرو زیات امریکایان په کرونا ویروس اخته شوي دي چې له ډلې یې شاوخوا ۸۲۰۰ کسان وژل شوي هم دي.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې امریکا د کرونا له امله د قربانیو نوی ریکارډ هم خپل کړ چې شاوخوا ۲۰۰۰ کسان یې وژل شوي دي. په ورته وخت کې د اروپایي دوو هېوادونو (ايټالیا او اسپانیا) د قربانیانو شمېر هم په ترتیب سره تر ۱۷ زرو او ۱۴ زرو اوړي خو په روانه اونۍ کې د ټولو اروپایي هېوادونو د قربانیو په شمېر کې د پام وړ کموالی احساسېږي.
بل پلو د هالیووډ یوه بل نوم وتي ستوري لیوناردو هم څو ورځې مخکې له کرونا سره د مبارزې لپاره ۱۲ ملیونه ډالر ځانګړي کړي وو چې په دې باندې به له کرونا ځپلو سره د خوراکې او نورو لومړنیو توکو په را نیولو او رسونه کې لګوي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.