The news is by your side.

له تورخم او چمن د ۲۱ زره افغانان را اوښتل

خبریال وېب پاڼه/د راپورونو له مخې په تېرو دوو وروځو کې له پاکستان او پېښور نه جلال آباد ته شاوخوا ۲۱ زره افغانان را اوښتي دي.

پاکستان له تېرو څو اونیو را هیسې د تورخم او چمن دروازې د هر راز تګ راتګ پر وړاندې تړلې وې او د سوداګریزو توکو په ګډون یې هېچا ته اجازه نه ورکوله چې له دغې پولې هخوا او دېخوا تګ را تګ وکړي خو پرون سه شنبې یې د تورخم دروازه داسې خلاصه کړه چې زرګونه افغانان ورڅخه را واوښتل.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل تېره ورځ له بي بي سي سره په مرکه کې وویل چې د پاکستان ځایي پولیسو افغان کډوال له تورخم ګېد هخوا را ټول کړي وو او څنګه چې سهار شو، دوی یې پرته له دې چې پر وېزو یې دخولي او خروجي ټاپې ووهي، را خوشي کړل او د دروازې دې پلو ته حالت له کنټرول ووت.

نوموړي زیاته کړه چې په پاکستان کې یې د افغانستان سفیر عاطف مشعل ته ویلي دي چې دغه هېواد ته خپل ډیپلوماتیک شکایتونه درج کړي. تر دې وړاندې پتېل شوې وه چې د همدې روانې اپریل میاشتې له ۶ مې نېټې څخه به هره ورځ زر تنه افغانان له دغې دروازې څخه را پرېښودل کېږي او د ننګرهار د ولایتي چارواکو او روغتیا پالانو لخوا به معاینه کېږي او بیا به په تورخم ښارګوټي کې جوړ شوي کمپ ته لېږدول کېږي.

په ورته وخت کې تېره ورځ د عامې روغتیا وزیر رسنیو ته په وینا کې وویل چې په کابل کې د کرونا ویروس پېښې زیاتې دي خو دا چې په خبره یې خلک نا غېړي کوي، په روغتونونو کې ځانونه نه بیستر کوي. ویل کېږي په کابل کې له ۷۳ کرونا نیولو کسانو نه تر لسو کم یې په روغتونو کې تر درملنې لاندې دي. دا حالت د ټول هېواد لپاره په یوه بوږنوونکې ټراژیدۍ اوښتی دی او د عامو افغانانو اندېښنې یې را پارولې دي.

بل پلو د عامې روغتیا وزات د امیري کمپلېکس روغتون فعالیت ځنډولی دی. دا پرېکړه وروسته له هغه کېږي چې دوې ورځې وړاندې د همدې روغتون یو ډاکتر د کرونا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ. د حنیف په نوم ډاکتر په افغانستان کې د ډاکترانو له کورنۍ لومړنۍ قرباني وه چې د کرونا له امله ومړ.

راپورونه وایي چې له پاکستان او پېښور نه په را ستانه شویو ۲۱ زرو افغانانو کې ۱۰ زره یې د تورخم له لارې او ۱۰ زره نور یې بیا د چمن له لارې راغلي دي چې دې سره په ننګرهار او کندهار کې د کرونا د خطر یو بل زنګ هم ووهل شو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.