The news is by your side.

د اولاد د روزنې څو اړین اصلونه

خبریال وېب پاڼه/په وروسته پاتې ټولنو کې وګړي له هره اړخه ننګونې زغمي. خو دا ستونزې ډېری د خپل فکر او چاپېریال زېږندې وي.
زموږ ټولنه هم یو له همدغو ټولنو ده چې ځینې ستونزې مو پخپله را ټوکولې دي. له اولادونو سره د ناساز چلند لامل بل څوک نه، بلکې پخپله همدا موږ یو. لاندې مو ځینو ټکیو ته اشاره کړې، هیله ده په ورځني ژوند کې به درسره مرسته وکړای شي:

  • له اولاد سره په جګ او غوسه ناک انداز خبرې مه کوئ، دا حالت د هغوی روحیه وژني.
  • اولاد ته مو د هغوی پخپل نوم خطاب کوئ. دوی ډېر هڅول کیږي، که لازمه وه لږ د ستاینې وروستاړی هم ورپسې کوئ.
  • اولادنو ته مو کله نا کله ناز هم ورکړئ، خو مه ډېر افراط او مه ډېر تفریط پکې کوئ. د اولاد عمر ته په کتو هغوی ته وړ او مناسب ناز ورکړئ. یو شمېر پلرونه او میندې په دغه حالت کې له اولادونو سره ناسم چلند کوي، چې بیا وروسته د غټو ننګونو لامل هم کېدای شي.
  • د اولاد اړتیاوې هم درک کړئ. داسې مه وایئ چې موږ مشران یو، نو د هر څه په کولو او نه کولو کې هم باید خپلې پرېکړې عملي کړو. ماشوم باید عمر ته په کتو د لوی والي په حقیقتونو هم پوه شي او د دې کار لپاره تر ټولو مناسبه لاره ورته انتخاب کړئ.
  • اولادونو ته مو دا احساس مه ور کوئ چې ته هلک یې نو د لور په پرتله ډېر ارزښت لرې یا یې سرچپه خو په افغانستان کې په ال حالت کې ډېره ترینګلتیا لیدل کېږي. دا په لوی لاس د لور په فکر کې د کمترۍ احساس لرلو چاودنه کول دي. د خپلو لوڼو او خویندو احساسات مه وژنئ.
  • د خپلو اولادونو هیلو ته ارزښت ورکړئ. که هڅولی یې نه شئ، نو لږ تر لږه د ټاکنې او انتخاب حق هم مه ور نه اخلئ. یوازې له هغو لارو یې را وګرځوئ چې ځان او هغه/ې ته مو پکې زیان وینئ.
  • په ځینو سلا مشورو کې مو اولاد هم در شریک کړئ. خیر که ناسم وړاندیزونه یې لرل، په ورین تندي ورته د “نه” ووایئ او که ښه وړاندیزونه یې لرل، نور یې هم وهڅوئ چې بل ځل تر هغه هم ښه څه وړاندې کړي.
    پدې سره به مو اولاد د هوښیارۍ پر لور روان شي، ځکه دوی ستاسو له هڅونو مثبته انرژي اخلي او خود آګاه فکري انګازې یې مثبتو کارونو ته هڅوي.
  • اولادونو ته مو د ښې روزنې لپاره له ماشومتوبه داسې چاپېریال جوړ کړئ چې هغوی په ریښتیا پکې جوړ شي. له منفي چاپېریال او د منفي انګېرونکو له ډلې یې لېرې وساتئ.
  • د اولاد پر وړاندې شخړه مه کوئ. زموږ ډېری والدین د اولادونو پر وړاندې لفظي شخړې کوي، چې دا خپله د اولاد په راتلونکي ډېره بده اغېزه کوي.
    دغه حالت ستاسو د اولاد روحیه له وړکتوبه ور وژني. هغوی ډارن او بزدله عادت کیږي.
    خبرې نشي کولای.
    د وینا پر مهال یې غږ لړزنی او رېږدېدلی وي.
    خپل پیغام سم نشي شریک کولای.
    تل یې په زړه کې وېره او ترهه پرته وي.
    ډېپرېشن یې لوړ وي او په اندک خبره غوسه کیږي.
  • اولاد تل وهڅوئ. انسان هېڅ وخت بشپړ نه دی خو کولی شو په نسبي توګه د دوی د احساساتو لپاره ملهم شو. له خپلو اولادونو تل اول نمره ګي او بشپړ اصلیت مه غواړئ. هغوی ته دا احساس ورکړئ چې تاسو د ډېر څه د ترسره کولو وړتیا لرئ. په هغوی کې د دوی دروني وړتیا په هڅونه ژوندۍ کولی شئ، په جبر او رټلو باندې به هېڅ مثبته پایله ترلاسه نه کړئ.
    که چېرته یو ناکام شوی/ې زوی او لور له نه هڅونې سربېره و هم رټل شي، نو بیا یې خپله اندازه کړئ چې اولاد به مو له څوومې زینې پر ځمکه را غورځولی وي.
  • له اولاد سره تل تعادل په پام کې ونیسئ. زموږ یو مشر به تل دا خبره کوله:
    “اولاد ته مه دومره ور خواږه کېږئ چې پر اوږو مو سپاره ګرځي او مه دومره ور ترخېږئ چې تل مخ در نه اړوي”
    افراط او تفریط په هره برخه کې زموږ د ټولنې یو عُرف ګرځېدلی دی. دواړه اړخونه مو د ورانۍ په لور بیایي. باید هر وخت تعادل او منځنی حالت په پام کې ونیسو، څو د ننګونو پر وړاندې دوه اړخیزه مرستې او لاسنیوي ته لار هواره کړای شو.

لیکوال مطیع الله همدرد

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance