The news is by your side.

پمپیو؛ که طالبانو سره جوړ جاړی نه کوئ، سرتېري وباسو

خبریال وېب پاڼه/د امریکا متحده ایالتونو افغان حکومت ته خبرداری ورکړی چې که له طالبانو سره جوړ جاړی نه و نه کړي، خپل سرتېري به له دغه هېواد څخه وباسي.

د ان بي سي ټلویزیون د راپور له مخې پمپیو پر افغان مشرانو غږ کړی چې له وسلوالو طالبانو سره جوړ جاړی وکړي او په وینا یې که دغه خبرې بې پایلې پاتې شي، ضیمه وار به یې خپله ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله وي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د قطر په سیاسي دفتر کې د وسلوالو طالبانو ویاند سهیل شاهین وویل چې دوی به له حکومت سره د بندیانو په خوشي کولو کې خپل تخنیکي ټیم بېرته ور وغواړي او له دغې لوري سره به نور خبرو ته دوام ورنکړي.

حکومت ویلي وو چې هغه ۱۵ طالب بندیان به خوشي نه کړي چې په لویو جنایتونو او د لویو بریدونو په پلان کولو کې لاس لري خو طالب اورپکي د همدې کسانو پر خوشي کېدو ټینګار کوي. په ورته وخت کې د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي چې وسلوال طالبان د سولې لپاره نه بلکې د یوې بلې جګړې لپاره تیاری نیسي او امریکا یې هم پر وړاندې بې پروا دریځ خپل کړی دی.

د ان بي سي راپور زیاتوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته له راتک سره د دغه هېواد د ولسمشر ټرمپ یو پیغام افغان مشرانو ته راوړی ؤ تر څو خپل منځي اختلافات حل کړي او له طالب اوپکو سره یوې هوکړې ته ورسېږي، کنه یو ملیارد ډالري مرسته به پرې کموي چې بیا همغسې اعلان یې هم وکړ.

امریکایي چارواکو ویلي چې پمپیو ډاکتر عبدالله ته هم ویلي وو چې له ولسمشر غني ملاتړ وکړي ځکه په وینا یې ټرمپ په کابل کې یو ټیم او یوه جګړه غواړي خو عبدالله هماغه وخت د مایک پمپیو وړاندیز رد کړی ؤ.

د شنونکو په اند افغانستان اوس تر بل هر وخت له سترو ګواښونو څخه تېرېږي چې په کې له سیاسي اختلافاتو را نیولې بیا تر کرونا او د بین الافغاني سولې تر مذاکراتو پورې. دا ټول په خورا حساس وخت کې هم را منځته شوي دي.

د ولسمشر غني او عبدالله تر منځ د پخلاینې لپاره پخواني ولسمشر کرزي، استاد سیاف او یو شمېر نورو سیاسي سټو وار له مخې هلې ځلې پیل کړې دي او دوه ورځې وړاندې یې د خبرو د پرمختګ په پلمه په ولسمشر غني د نوې کابینې د غړو معرفي کول هم  پینځو ورځو لپاره وځنډول.

ویل کېږي د امریکا ولسمشر ټرمپ ځکه د افغان سولې لپاره تلوار کوي چې د را روانو ولسمشریزو ټاکنو په کمپاین کې ولس ته وښیي چې نموړی د افغانستان د جګړې ګټونکی شو خو د افغان مشرانو تر منځ روانو اختلافاتو نهیلی کړی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.