The news is by your side.

کرونا سره مبارزې لپاره ولایتونو ته بودجه اعلان شوه

خبریال وېب پاڼه/ ولسمشر غني د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ولایتونو ته څه باندې یو ملیارد افغانی ځانګړې کړې دي.

په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له پیل راهیسې تراوسه ولسمشر اړوندو مسؤولینو ته لارښوونه وکړه چې د ټولو ولایتونو اړتیاوو ته په پام لازم اقدامات ترسره کړي او والیان دې د ولسوالیو د واضح تصویر په لرلو سره له ولسوالیو او زونونو سره اړیکې او همغږۍ زیاتې کړي.

ولسمشر غني وویل د کرونا ویروس سره د مبارزې ازموینه د حکومت ـ ملت لپاره تاریخي ده او باید د هر اړخیزو تدابیرو او اقداماتو په ترسره کولو سره په هغه بریالي شو.

دغه مرسته لاندې یادو شویو ولایتونو سره شوې ده چې له مخې یي:

پکتیکا ۳۰ میلیونه افغانۍ، بدخشان،۱٥٠ میلیونه افغانۍ، کندز ۱۰۰ میلیونه افغانۍ، بغلان۱۰۰ میلیونه افغانۍ، تخار۱۰۰ میلیونه افغانۍ، غزني ۳۰ میلیونه افغانۍ، خوست ۳۰ میلیونه افغانۍ، پکتیا۳۰ میلیونه افغانۍ، کندهار ۱۰۰ میلیونه افغانۍ، لوګر ۳۰ میلیونه افغانۍ، ارزګان ۳۰ میلیونه افغانۍ، بامیان ۳۰ میلیونه افغانۍ، دایکنډي ۳۰ میلیونه افغانۍ، کابل ۲۰ میلیونه افغانۍ، پروان ۲۰ میلیونه افغانۍ، کاپیسا ۲۰ میلیونه افغانۍ، میدان وردګ ۲۰ میلیونه افغانۍ، بلخ ۵۰ میلیونه افغانۍ، سمنګان۲۰ میلیونه افغانۍ، جوزجان ۲۰ میلیونه افغانۍ، سرپل ۲۰ میلیونه افغانۍ، فاریاب ۵۰ میلیونه افغانۍ، ننګرهار ۵۰ میلیون افغانۍ، لغمان ۲۰ میلیونه افغانۍ، کونړ ۲۰ میلیونه افغانۍ، نورستان ۲۰ میلیونه افغانۍ.

یاد پیسې د حکومت لخوا د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره یادو ولایتونو ته ځانګړې شوي دي، خو د یو شمېر ولایتونو والیان بیا وايي چې د کرونا ویروس لپاره ځانګړې شوې بودیجه لا هم هغو ولایتونو ته نه ده لېږدول شوې چې د کرونا ډېرې پېښې پکې ثبت شوي دي.

په ورته وخت کې بیا د مالیې وزارت وایي، افغانستان به په ناوړه وضعیت کې د مالي کال تر پایه پورې ٧٤ میلیارده افغانۍ د بودیجې کسر ولري.

د کرونا ویروس د افغانستان عواید له ټاکل شوې موخې پنځلس سلنه کموالی سره مخ کړي دي.

د مالیې وزارت وايي د کرونا له امله د پولو تړل د شرکتونو قرنطین کېدل بیا د دې کموالي له دوه عواملو څخه بولي چې په عوایدو باندې سیوری غوړولی دی.

دغه وزارت ټينګار کوي چې په ناوړه وضعیت کې به د افغانستان بودیجه د مالي کال تر ورستیو پورې څلور اویا میلیارده افغانۍ کسر سره مخ شي.

د مالیه وزارت سرپرست وزیر له سیاسیونو څخه غواړي چې شخصي ګټي یو لوري ته کړي د ملي ګټو له پاره په فکر کې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ویروس د ګواښ له امله له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان راکړه ورکړه یا پرې شوې ده او یا یې هم کموالی موندلی دی.

دمګړۍ د تورخم پوله د سوداګریزې راکړې ورکړي پر مخ تړل شوې ده او د هېواد سوداګریزو او ټرانزیټي توکو نږدې لس زره کانټینرونه د تورخم سپین بولدک په پولو کې ولاړ دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.